له پاکستانه د سپین‌بولدک له لارې درېوو ورځو کې ۱۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د سپین‌بولدک له لارې له پاکستان څخه په تېرو درېوو ورځو کې ۱۴۲ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي عزیز سلام‌وطندار ته ویلي چې د روانې غويي میاشتې په ۲۳مه، ۲۴وه او ۲۵مه ۱۴۲ کورنۍ چې ټول ۸۶۰ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.