Asset 1SWN

له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو په زوره اېستل؛ م.م: افغانستان بیړني حالت سره مخامخ دی

59EB9283-D827-4688-B4E8-4A93C8C2A541_cx0_cy5_cw0_w408_r1_s

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانستان څانګې مسوولان وايي، پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو تر څنګ، له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره اېستلو دغه هېواد له سخت بېړني حالت سره مخامخ کړی دی.

په همدې حال کې هغه افغانان چې تازه له پاکستان څخه راکډه شوي، د ژمې په را رسېدو سره د مرستو درېدو په اړه شکایت کوي. دوه افغان کډوال عبدالرحمان او امیرمحمد چې د پاکستاني حکومت له لوري افغانستان ته په زوره را اېستل شوي او اوس یوازې د خدای هېلې ته شپې سبا کوي، وایي:

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«له یوې خوا غریبي نشته، نه کار شته او نه مزدوري. ژوند مو تریخ دی، کومه مرسته چې راسره شوې وه، پای ته رسېدلې. هر څه چې وو، خلاص شول. نغدې پیسې بندې شوي؛ ځکه د ورځې ډېر کسان راځي. هېڅ نه لرو چې ژمي ته تیاری ونیسو، نابلده یوو، پانګه نه لرو چې کار وکړو.»

«کله چې راغلو، په لومړۍ ورځ ۲۰ زره افغانۍ مرسته راسره شوې، نور نه اوړه، نه غوړي راکړل شول. بخارۍ نه لرو، ژوند سخت تېرېږي، کاروبار نشته.»

 د روغتیا نړیوال سازمان بیا د دوشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې اوسنی روان بشري وضیعت پر مرسته رسوونکو سازمانونو هم فشار راوړی او له امله یې د ډېر شمېر راستنېدونکو یا تازه راستنو شویو افغانانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخامخ دی.

په ورته وخت کې د ناروې د کډوالو شورا هم تازه خبرداری ورکړی چې پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو دوام به د دغه هېواد اقتصادي څرخ فلج کړي.

خو د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، په داسې حال کې چې پر افغانستان لا هم لګېدلي نړیوال بندیزونه پر خپل ځای دي، اسلامي امارت له مرسته رسوونکو سازمانونو د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي: «د محدودیتونو لګېدو پر سوداګرۍ، پانګونې، کورنیو تولیداتو او د خلکو پر ژوند یې منفي اغېزې کړي. د خلکو را اېستل د یخنۍ موسم سره هم‌مهاله دی. په‌کار ده چې ملګري ملتونه او د کډوالو په چارو کې نړیوال بنسټونه د مرستې رسولو برخه کې فعال رول ولري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمان حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي او د یوشمېر مرسته‌ رسوونکو بنسټونو له استازیو سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې د سرپناه جوړولو، د کاري فرصتونو برابرولو او د کډوالو لپاره د مرستو په برخه کې ورسره لازمې همکارۍ وکړي.

د کډوالو وزارت د شمېرو پر بنسټ، په وروستۍ یوه میاشت کې څه باندې درې لکه افغانان له پاکستان او ۱۳۴۰۰۰ زره هم له ایران څخه په زوره را اېستل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام