د کندهار هوايي ډګر ۳۵ کارکوونکو د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله له دندو استعفاوې کړې دي. دغو کارکوونکو له تېرو اتو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
د کندهار د هوايي ډګر یو کارکوونکی مختاراحمد چې څلور کاله کېږي، دغه هوايي ډګر کې دنده ترسره کوي، وايي چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې په دغه هوايي ډګر کې له معاش پرته کار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، دغو کارکوونکو په وار وار کندهار کې محلي مسوولانو سره د خپلو معاشونو ستونزه شریکه کړې، خو په وینا یې چا یې غږ وانهورېد او اړ شول چې ټول یوځای له دندو استعفاوې ورکړي.
په ورته مهال دوی وايي چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له دې زیات نشي کولای، له معاش پرته خپلو دندو ته دوام ورکړي. خو د ترانسپورټ وزارت مسوولان بیا وايي چي په کندهار هوايي ډګر کې ټولې چارې په عادي توګه روانې دي.
د یاد وزارت ویاند امامالدین احمدي سلاموطندار ته ویلي چي د دغه هوايي ډګر کارکوونکو په ډلهییزه توګه له دندو استعفاوې نه دي کړي، بلکې یوشمېر هغه کارکوونکي چې د صفايي او نورو برخو کي يې کار کاوه، قراردادونه یې پای ته رسېدلې دي.
په ورته مهال د یاد وزارت ویاند همداراز ویلي چې دغو کارکوونکو له یوه خصوصي شرکت سره کار کاوه او د حکومت اړوند نه دي.
احمدي وویل: «د هوايي ډګر کارکوونکو استعفاوې نه دي کړي. د صفايي او نورو برخو یوشمېر کارکوونکو قراردادونه پای ته رسېدلي چې له خصوصي شرکتونو سره یې کار کاوه. دوی د حکومت اړوند کارکوونکي نه دي.»
په ورته مهال د کندهار هوايي ډګر مسوولان هم وايي چې د دغه هوايي ډګر ټولې چارې له کومې ستونزې پرته په عادي ډول روانې دي.
دا په داسي حال کي ده چي نن له دغه هوايي ډګر څخه د کندهار د حاجیانو لومړی پرواز سعودي عربستان ته په پلان کي دي.