د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د سلام‌وطندار د خبریال رومان کریمي د نیولو او وهل ټکولو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې ده.

دغې کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې د اسلامي امارت مسوولان باید د سلام‌وطندار د خبریال او موټر چلوونکي نیول وڅېړي.

په راپور کې راغلي چې په خپل‌سري توګه د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نیول، د دې ښکارندوینه کوي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادۍ او کره او پر وخت معلوماتو ته د لاسرسي لپاره وضعیت د خرابېدو پر لور روان  دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادې کمېټې همداراز د دوو محلي راډیوګانو د مسوولانو جمال‌الدین دلدار او میرزا حسني د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یونامان ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو نیول او وهل ټکول لا هم روان دي.

یوناما له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې په خپل‌سري توګه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له نیولو باید لاس واخلي.

د بې‌پولې خبریالانو هم پر افغان خبریالانو دوامداره فشارونه غندلي او ویلي یې دي: «نیول قانون دی! د صبح کابل ورځپاڼې خبریال له پنځو ورځو بند وروسته ازاد شو، په داسې حال کې چې د سلام‌وطندار خبریال رومان کریمي د ښځو د اعتراض د خبري پوښښ پرمهال ونیول شو. دغه دوامداره فشارونه په کلکه غندو.»

د سلام‌وطندار خبریال رومان کریمي او موټر چلوونکی سمېع‌الله د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د کابل نوي ښار د حاجي یعقوب څلور لارې کې د ښځو یوه اعتراض ته د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو چې د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري ونیول شول او نږدې اووه ساعته د دوی په بند کې وو.

رومان کریمي وايي چې دی او سمېع‌الله د کابل د لسمې امنیتي حوزې د استخباراتو امریت کې د اوو ساعتونو لپاره په بند کې وو چې د مازدیګر پنځه بجې بېرته خوشې شول.

نوموړی زیاتوي، که څه هم د اسلامي امار د استخباراتو ځواکونو ته یې د خبریالۍ کارت هم ورښودلی و، خو بیا یې هم خبرو ته پام نه دی شوی او وهل ټکول شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

رومان همداراز وايي چې د لسمې امنیتي حوزې د استخباراتو امریت ترې غوښتنه کړې چې له دې وروسته باید د ښځو اعتراض ته د خبري پوښښ لپاره لاړ نه‌شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام