د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره ډیورنډ کرښه کې د موټرو د تګ‌راتګ او مسافرو پرمخ د دروازې د تړل‌کېدو له امله ګڼ‌شمېر سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان او سوداګر وایي چې د دې ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د دروازې د تړل‌کېدو له امله دواړو لوریو ته له توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي چې له کبله یې سوداګر سخت زیانمن شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول حسیب‌الله ګردېزي ویلي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې دغه لاره تړل شوې او دواړو لوریو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه چې له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې د افغان سوداګرو له خوراکي توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي او که د تګ اجازه ورنه کړل شي، مالونه به یې له‌منځه لاړ شي.

په همدې حال کې یو‌شمېر سوداګر بیا وايي چې د افغانستان په خاوره کې یې څه باندې ۳۰۰۰ د ډبرو سکرو څخه بار موټر ولاړ دي چې هر سوداګر ته د ورځې په زرګونه افغانۍ زیان رسېږي.

په ورته مهال د پکتیا د ګمرک چارواکي وایي چې د دې لارې څخه یې د ورځې له ۳۰ تر۴۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کول چې د لارې د بندېدو له امله دا عواید اوس صفر ته راښکته شوي دي.

نږدې پنځه ورځې وړاندې د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پاکستاني ځواکونو یو افغان مسافر په ډزو وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل چې د دې پېښې په غبرګون کې د اسلامي امارت ځواکونو دغه دروازه وتړله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتیا کې د سلام‌وطندار خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د یاد ولایت د محلي مسوولانو نظر هم راواخلي، خو بریالی نه‌شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام