سوداګر: د ډنډپټان د دروازې تړل‌کېدو له امله د ورځې زرګونه افغانۍ زیان رارسېږي

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره ډیورنډ کرښه کې د موټرو د تګ‌راتګ او مسافرو پرمخ د دروازې د تړل‌کېدو له امله ګڼ‌شمېر سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول حسیب‌الله ګردېزي ویلي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې دغه لاره تړل شوې او دواړو لوریو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.

والي: کابل کې ناستې ځینې کړۍ غواړي کندهار سقوط کړي

په کندهار کې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ سختې جګړې او د ګڼو ولسوالیو له سقوط وروسته نن د کندهار والي روح‌الله خانزاده په دغه ولایت کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، له تېرو  ۱۸ کالو راهیسې دغه ولایت کې امنیتي ادارې په قومونو پوري تړلي وې او لاهم تړلي دي.