ناپېژنده وسلهوال د بدخشان د ارګو ولسوالي د روغتون امر وژلی
بدخشان کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر شپه د وري ۲۰مه د دغه ولایت د ارګو ولسوالي د «شتک» روغتون امر احمدتمیم د ناپېژنده وسلهوال په برید کې وژل شوی دی. بلخوا د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي هم د یاد ډاکټر وژنه تاییدوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.