Asset 1SWN

د میوند اوسېدونکي: یادې ولسوالي کې دې د هرات-کابل سړک برخه ورغول شي

میوند ولسوالي-سړک

د کندهار میوند ولسوالي اوسېدونکي او هټۍ‌وال په دغه ولسوالي کې د هرات-کابل غځول شوي سړک برخې د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد سړک د پراخېدو او جوړېدو لپاره دې ولسوالي کې د خلکو هټۍ هم نړول شوې وې، خو په وینا یې، سړک تراوسه نه‌دی رغول شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد هټۍ‌وال همداراز غوښتنه کوي چې د سړک پراخېدو لپاره چې د دوی هټۍ‌ ویجاړې شوې وې، بدیل دې ورته ورکړي.

د میوند ولسوالي اوسېدونکي زبیراحمد وویل: «دا یو کال کېږي، زموږ دوکانونه یې راونړول، لاهم بازار هغه رقم دی، لوټې پروت دی. سړک تنګ دی، رش دی، ټکرونه زیات کېږي. موږ حکومت څخه دغه غوښتنه لرو چي دا ډامبر پراخه شي.»

په ورته مهال د یادې ولسوالي یو بل اوسېدونکی نوراحمد هم له حکومت غواړي چې دغه دې ورغوي. «دا سړک ډیر تنګ دی د ا ا ا څخه موږ غوښتنه لرو چي داسړک جوړ کړي او دوکانونه یي ونړوله نو ددوکانو غوښتنه لرو چي موږ ته یي عوض راکړي موږ ته دي سړک راجوړ کړي بازار دي راجوړ کي او دغه (پلچکونه) ټول خراب دي چي دا غه راجوړ کړي.»

بل‌خوا د میوند ولسوالي محلي مسوولان وايي چې د سړک رغولو په پار یې حکومت ته وړاندیز کړی چې منظور شوی او په وینا یې، نږدې راتلونکې کې به یې د رغولو چاري پیل شي.

د میوند ولسوالي مرستیال رحمت‌الله هاشمې سلام وطندار سره خبرو کې وویل، هغه هټۍ‌وال چې هټۍ یې نړول شوي، ځانګړی ځای ورته ټاکل شوی او لنډ وخت کې به یې واک کې ورکړي.

نوموړي وویل: «موږ په پلان کي لرو چې دا کوم بازار چې دلته ونړېد د سړک د غاړې سره بیا د خلکو سره همکاري کوو. د بازار شاته چې کومه میداني ده، دغه د زراعت مربوط ده، بیا موږ عریضه کړې چې راانتقال یي کړو، ښاروالۍ ته، نو بیا ښاروالۍ ته چې انتقال شوه، د دا خلکو سره همکاري کوو چي دلته ځای ورکړو او دا سړک هم موږ په پلان کي لرو چي جوړ یي کړو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هرات- کابل سړک چې د میوند ولسوالي بازار منځ کې غځیدلی، نږدې یو کال وړاندې یې د پراخېدو په پار سړک ته نږدې هټۍ ونړول شوې، خو تر دامهاله نه‌دی رغول شوی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام