Asset 1SWN

د ۱۰۰میلیونه افغانیو په لګښت د هرات-کندهار سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

۳۴۴۲

د هرات محلي مسوولان وايي چې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت یې د هرات-کندهار لویې لارې او د دغه لارې د پلچکونو د بیارغونې پروژې چارې پیل کړې دي.

دغه پروژه پرون چهارشنبه د وږي اتمه پیل شوې چې د مسوولانو په وینا، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست له لوري به پرمخ یوړل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هرات د والي ویاند نثاراحمد الیاس ویلي، یاده پروژه کې د ۱۵۰ کیلومټره سړک داغګیري او د پلچکونو بیارغونه شامله ده چې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه پروژه  د کوه‌زور ولسوالي له شوز سیمې پیل او د هلمند تر ګرشک ولسوالي پورې به دوام وکړي.

د هغه په وینا، دغه پروژه به تر راتلونکو شپږ میاشتو پورې بشپړه شي. په ورته مهال د هرات-کندهار لویې یو‌شمېر موټرچلوونکي د یادې لارې د بیارغونې پروژې له پیل خوښي څرګندوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی وايي چې د یادې لویې لارې د خرابوالي له امله په دې وروستیو کې ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام