Asset 1SWN

کابل کې خیاطان: وروستۍ یوې میاشت کې مو کاروبار ۸۰سلنه ښه شوی

TAILORS IN KABUL 1

د اختر په را نږدې‌کېدو سره کابل ښار کې د افغاني جامو یوشمېر خیاطان وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې پېردونکي ۸۰سلنه ډېر شوي دي.

د کابل ښار دغه خیاطان همداراز زیاتوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له افغاني جامو سره د خلکو لېوالتیا ډېره شوې چې د دوی کار ورسره ښه شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عنايت‌الله چې له شلو کلونو راهيسې د کابل بهارستان کې خياطي کوي، د خپل کار راتلونکي ته هيله‌مند دی او وايي، دې وروستیو ورځو کې يې د پېرودونکو شمېر ډېر شوى او هره ورځ شاوخوا لس جوړه جامې ګنډي.

نوموړي وویل: «کار مو ښه دی او له خدایه راضي یم، له نورو وختونو څخه کار کم دی، خو د تېر کال په پرتله ښه شوی. شاګردان مو د اختر ورځو او شپو کې پر کار لګیا دي، هیله‌مند یم چې کار ښه شي او خلکو ته کار پیدا شي.»

همداراز محمد رضا چې د کابل ښار د قلعه فتح‌الله مدينه بازار کې د خياطي هټۍ لري، وايي، افغاني جامو سره د ښاریانو د لېوالتیا زیاتېدو له امله یې تېر یوه کال کې کاروبار وده کړې او په دې ورځو کې ډېر فرمايشونه ترلاسه کوي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «اوس ۵۰سلنه کار دی، خو هغسې چې د خلکو اقتصاد ښه وي، ډېر فرمایشونه واخلو، نه دی ښه. له تېر کال ښه شوی. یوازې د دریشي کار کم شوی. موږ جامې، د اشپزۍ او خدماتي لباسونه هم اخلوو.»

کابل ښار کې بل خياط احمد خالد هم وايي، د اختر په را نژدې کېدو سره يې فرمايشونه ډېر شوي او د شپې تر ناوخته کار کوي.

د نوموړي په وینا، پخوا به یې کارخونه کې د ورځې دوه- درې لباسه ګنډل، خو وايي چې د خیاطي توکي قیمته شوي او خلک هم بې‌وزله دي. نوموړي وویل: «موږ ډېر مراعت کوو، ځکه ډېر خلک دي چې موږ ته هم څه پاتې شي.»

په همدې حال کې يوشمېر رخت پلورونکي وايي، د اختر په را نږدې‌کېدو سره يې د پلور کچه زياته شوې ده.

کابل کې رخت پلورونکي مزمل وویل: «هر کله چې اختر راځي خلک هڅه کوي چې نوي جامې واغوندي د همدې لپاره د رخت او ټوکر کاروبار ۴۰سلنه ښه شوی. موږ د اختر پرمهال د ورځې ۷جوړه لباس پلورو او د پخوا په پرتله ارزانه رخت راوړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې د افغاني جامو اغوستونکي ډېر شوي دي. د افغاني جامو یوشمېر ګنډونکي هم وايي، تېر یوه کال کې یې پېردونکي زیات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام