د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن بُست ساتونکي بریالي شو چې د هندوکُش ستوري د ۵۲ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ د روانو سیالیو په ۱۱ لوبه کې بُست ساتونکو لوبډلې د حسن عیسی‌خېل د ۷۶ منډو پرمټ په ټاکل شویو شلو اورونو کې د هندوکش ستورو ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ځواب کې د هندوکُش ستورو لوبډله د یاد هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله او ټوله لوبډله د وروستي اوور په ۴ توپ په ۱۲۱ وسوځېده او دغه لوبه یې د ۵۲ منډو په توپیر بُست ساتونکو ته وبایلله.

د نن ورځې په دویمه لوبه کې به امو نهنګان د بندامیر ښامارانو پروړاندې لوبه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شپږیزې کرېکټ لیګ په جدول کې بُست ساتونکي په درېوو بریاو سره په لومړي، سپین‌غر پړانګان هم د درېوو بریاو سره په دویم او کابل بازان د دوو بریاو او یوې ماتې سره درېیم ځای کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام