Asset 1SWN

جوزجان کې یوه نوې جوړه شوې فابریکه د ورځې ۳۵ ټُنه اوړه تولیدوي

DSC_0318

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې د ترکستان په نوم د اوړو د تولید فابریکې مسوول بازمحمد وايي، دغه فابریکه یوه شپه او ورځ کې ۳۵ ټنه اوړه تولیدوي.

هغه وویل، د فابریکې بېلابېلو برخو کې ورسره ۳۰ کسان کار کوي او زیاتره تولید شوي اوړه هم فاریاب، سرپُل او کابل ولایتونو ته صادروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې یاده فابریکه یې ځوانانو، بې‌وزله کورنیو او کروندګرو څخه د ملاتړ او د کورنیو تولیداتو پرمختګ په موخه جوړه کړې او د لا پراخولو لپاره یې هڅې روانې دي.

نوموړي وویل: «راتلونکې کې ډېر پلانونه لرو، غواړو جوزجان کې نورې فابریکې هم جوړې کړو او د کارګرانو شمېر لوړ کړو، اوس راسره ۳۰ کسان د اوړو د تولید بېلابېلو برخو کې کار کوي. هڅه کوو چې دغه شمېر ورو ورو تر ۳سوه او څلور سوه پورې لوړ کړو.»

د جوزجان ځايي چارواکي هم هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو څخه هرکلی کوي او د دغه ډول فعالیتونو پر پراختیا ټینګار کوي.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري عبادالله انصار وویل، خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري او دغه ډول فعالیتونو څخه چې د کاري فرصتونو رامنځته کولو او غیرقانوني کډوالۍ څخه د ځوانانو د مخنیوي لامل کیږي، ملاتړ کوي.

هغه وویل: «کروندګر دې غنم وکري او په مناسبه بیه دې وپلوري. هم زمونږ او هم زمونږ د هېواد په ګټه دي. تر ډېره نورو هېواودنو کې زمونږ ځوانان ګڼو ستونزو سره مخ دي، د دغې فابریکې په څېر باید هېواد کې زرګونه نورې فابریکې جوړې شي، بیا به ځوانان نورو هېوادونو ته نه ځي.»

یوشمېر هغه کسان چې دغه فابریکه کې کار کوي خوښ دي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي. جوزجان کې د اوړو د تولید فابریکه کې کارګر ذبېح‌الله وايي، له کله راهیسې چې یې کار پیل کړی، ژوند کې یې مثبت بدلون راغلی دی.

نوموړي وویل: «وطني اوړه تولیدوو، هڅه کوو چې غنم مو بهر هېوادونو ته صادر نه‌شي او همدلته یې اوړه کړو او بیا یې بازار، ولسوالیو او نورو سیمو ته وړاندې کړو.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دې سره، د جوزجان اوسېدونکي د دغه ډول فابریکو جوړول د هېواد په اقتصادي پرمختګ او کاري فرصتونو رامنځ ته کولو کې مهم بولي او پر پراختیا یې ټینګار کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام