Asset 1SWN

جوزجان کې یوه فابریکه د ورځې ۱۲ ټُنه د کنجد غوړي تولیدوي

DSC_0274

په جوزجان کې د ترکستان په نوم د یوې فابریکې مسوولان وايي، هره ورځ له  ۱۲ تر ۱۳ ټُنه د کنجد غوړي تولیدوي چې له ولایتونو سربېره بهرنیو هوادونو ته یې هم صادروي.

د یادې فابریکې مسوول بازمحمد سلام‌وطندار ته ویلي چې د فابریکې لپاره یې ماشین الات له چین څخه وارد کړي او دا مهال ۴۰ کسان ورسره پر کار بوخت دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «دغه ماشینونه مو له چین څخه وارد کړي او واردولو یې درې میاشتې وخت ونیوه چې د یوه کال په موده کې نصب کړل شول. ځینې ماشینونه مو له کندوز غوښتي او نور هم د نصبېدو په حال کې دي چې هر یو یې ځانته دنده لري. د کنجدو غوړي، پنبه دانه او زغر باسي او له فلټر وروسته یې بوشکو کې بازار ته وړاندې کوو.»

په ورته مهال د یادې فابریکې کارکوونکي خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې او وايي چې له همدې لارې د خپل ژوند او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو لګښتونه پوره کوي.

د دغې فابریکې یو کارکوونکی محمد کریم وویل: «لومړی مې وضعیت خراب و، اوس ډېر ښه شوی. ماشومان مې ښوونځي او مدرسې ته ځي، له هغه وخت چې دې فابریکې کې مې کار پیل کړی، ژوند مې ښه شوی.»

 بل‌خوا د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د دغه شان فابریکو جوړېدل د یاد ولایت اوسېدونکو ته کاري فرصتونه برابروي او د ځوانانو د ناقانوني کډوالۍ مخه نیسي.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبادالله انصار وايي چې دغه فابریکه او دې ته ورته نورې فابریکې به کروندګرو خپلو کښتونو ته وهڅوي او وطني تولیدات به وده وکړي چې د هېواد پر اقتصاد به مثبته اغېزه ولري.

نوموړي وویل: «له دې وروسته به د خلکو کښتونه او کرنه په کورونو کې نه پاتې کېږي. پنبه به بازار کې پلوري او پنبه دانه به فابریکې باندې پلوري او کنجد او زغر به هم فابریکې ته راوړي. سوداګر او پانګوال باید لاس په کار شي او د فابریکو جوړو ته اقدام وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په همدې حال کې د جوزجان یو‌شمېر قومي مشران او اوسېدونکي د تولیدي فابریکو پر جوړېدو ټينګار کوي او زیاتوي چې دغه فابریکې خلکو ته د کاري زمینې د برابرولو سربېره د هېواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام