Asset 1SWN

کابل کې رضاکاره ځوانانو پر نږدې ۳۰۰ کورنیو د ډبرو سکاره ووېشل

زغال-چوب-q1kms2kec4gx0p91xh5gqdmcq61lp8vfm47bq9v05k

کابل کې یوشمېر اړمن چې د ډبرو سکرو لپاره را ټول شوي وايي، بې‌وزلي یې لامل شوې چې یوشمېر ورځې په لوږه او سړه هوا کې بېګاه کړي.

رخسار چې د ۱۰ کسیزې کورنۍ مسوولیت یې ور له غاړې دی، وايي چې د خلکو کورونه پاکوي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ دودۍ پیدا کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «زموږ ستونزې ډېرې دي. خواړه نشته، د اغوستو څه نه لرو، اوبه نشته. د یوه کور تل‌خونه کې په کرایه اوسېږو. په کورونو کې کار کوم. خاوند مې د زړه تکلیف لري، خپله جامې مینځم او اوتو کوم یې. د ورځې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو راکوي. سهار شپږ بجې ځم د مازدیګر تر څلورو پورې.»

دین‌محمد هغه بل اړمن دی چې د ډبرو سکرو لپاره راغلی، وايي: «کور کې نه اوړه لرو، نه غوړي لرو، نه کاروبار شته. ټولو ځایو کې ګرځم، کار نشته. داسې ورځ هم راغلې چې تش لاس کور ته ځم.»

په همدې حال کې یوشمېر رضاکاره ځوانان په کابل کې د «انسانیت پوله نه لري» په شعار سره وايي، هڅه کوي چې له خپلې وسې سره سم د یوشمېر کورنیو لاسنیوی وکړي.

یو رضاکاره ځوان محمدصمیم غیرت سلام‌وطندار ته ویلي: «دا د ډبرو سکرو د وېش درېیم پړاو دی. نږدې له ۲۵۰ تر ۳۰ کورنیو پورې را غواړو او ورکوو یې. ټول‌ټال مو ۸۰۰ کورنیو ته ورکړي او دا لامل کېږي چې له ۵۰۰۰ ډېر کسان تاوده وساتو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سږنی کال تر تېرو هغو څو برابره ډېر سوړ دی او ورسره مرستو ته د خلکو اړتیا هم ډېره شوې ده. د مرستندویه بنسټونو د شمېرو له مخې، له ۹۵ سلنه ډېر افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام