Asset 1SWN

کابل ښاروالي په ښار کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د وېش بهیر پیل کړ

زغال_سنگ-2-qdiaubou32hjcl6tk28g45mvny0uzbs2qz2k0eftzc

افغانان هر کال د ژمي په را نږدې کېدو سره هڅه کوي چې د خپلو کورونو تودولو لپاره سوندتوکي، په ځانګړې توګه د ډبرو سکاره وپېري. د کابل ښاروالي مسوولانو تازه ویلي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د وېش بهیر پیل کړی دی.

یوشمېر کابل ښاریان د ډبرو سکرو د وېش بهیر هرکلی کوي او وایي، دوی به له دې وروسته وکولای شي چې د اړتیا وړ سکاره په ارزانه بیه وپېري. د کابل ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی محمداکبر وايي: «موږ خوښ یوو او د ډبرو سکرو کیفیت هم ښه دی. بیه یې هم د بازار په پرتله ښه ده. په بازار کې یو من د ډبرو سکاره تر ۱۰۰ افغانیو پلورل کېږي او دلته یې موږ ته په ۶۳ افغانۍ راکوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل یوه اوسېدونکې بي‌بي ماه‌ګل وايي، د بې‌وزلۍ له کبله یې له ګاونډي سره چې د دې په کور کې اوسېږي، په ګډه پیسې را ټولې کړي او غواړي په ګډه يو ټن سکاره واخلي. نوموړې زیاتوي: «دوه کورنۍ یوو، هره کورنۍ ۴۵۰۰ افغانۍ اچوو او د یوه ټن د پېرلو وسه نه لرو. که کم شول، اړ یوو چې پیسې په پور واخلو، څو لږ نور هم وپېرو.»

په همدې حال کې د سادات شرکت مسوول چې د کابل ښار په ٢٢ ناحيو کې د ډبرو سکرو د لېږد او وېش مسووليت لري وايي، دغه سکاره به د کابل ښار پر اړمنو اوسېدونکو وپلوري.

د دغه شرکت استازي خلیل‌احمد پیغام سلام‌وطندار ته ویلي: «کوم د ډبرو سکاره چې د کانونو وزارت له لوري د کابل ښاروالي په همغږۍ وېشل کېږي او غواړي چې د بازار له نرخ څخه یې په ۳۰۰۰ افغانیو کمه بیه وپلوري، کیفیت یې باید ښه وي.»

په ورته وخت کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي، ۵۰ زره ټنه د ډبرو سکاره یې د کابل په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای کړي او اوس یې د وېشلو چارې پیل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي: «ډېره کمه بیه ده او د دې لپاره چې کابل ښاریانو ته ښه سکاره ورکړل شي، وزارت خپل محصول بښلی دی. ټاکل شوې ۵۰ زره ټنه راوړل شي او اړتیا ته په کتو به یې د لېږد بهیر دوام وکړي، کیفیت یې هم تضمین شوی دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

پر دې سربېره، د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي چې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې یې په ارزانه بیه د ډبرو سکرو د وېش بهیر پیل کړی دی. هغه وايي، سږ کال هم په مشخصو ځایونو کې د ډبرو سکرو یو ټن په ۹۰۰۰ زره افغانۍ پلورل کېږي.

د یادونې ده چې کابل ښاروالي تېر کال هم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې په ارزانه بیه د ډبرو سکرو پلورلو ته لاره هواره کړې وه، خو کابل ښاریانو د دغو سکرو له ټيټ کیفیت څخه شکایت درلود او ویلي و چې ښاروالي د ډبرو سکرو پر ځای، پر هغوی د ډبرو سکرو پاتې‌شوني پلوري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام