Asset 1SWN

فاریاب کې د روغتیايي امکاناتو د کمښت او خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه شکایتونه

فاریاب

فاریاب کې یو‌شمېر ناروغان وايي چې د دغه ولایت په ولایتي روغتون او روغتیايي مرکزونو کې درمل کم دي او ناروغانو ته په سمه توګه روغتیايي خدمتونه نه ور رسېږي. دوی شکایت کوي چې روغتیايي مرکزونو کې د درملو پر کمښت سربېره، د روغتیايي تجهیزاتو او مسلکي ډاکټرانو نه موجودیت هغه ستونزې دي چې له کلونو راهیسې ورته هېڅ پام نه‌دی شوی.

د فاریاب د قیصار ولسوالي اوسېدونکی عبدالعلي چې ولایتي روغتون ته راغلی وايي، په دغه روغتون کې د درملو او روغتیايي تجهیزاتو کمښت له امله اړ شوی چې د اړتیا وړ درمل له بازاره وپېري او ځینې معاینات هم له روغتون د باندې په روغتیايي مرکزونو کې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «ډاکټران ناروغان سم نه ګوري. هر ډول درمل له باندې راوړو. هغه څوک دغه روغتون ته راځي چې پیسې و نه ‌لري او اقتصادي ستونزې ولري. غوښتنه مو دا ده چې ناروغانو ته پام وشي او د اړتیا وړ درمل یې ورکړل شي.»

په ورته وخت کې خیال‌بي‌بي چې د فاریاب ولایتي روغتون ته ورغلې، هم د درملو کمښت او ناروغانو ته د بشپړو روغتیايي خدمتونو نه وړاندې کېدو له کبله شکایت کوي. هغه وايي: «له ناروغانو سره سم چلن نه کوي. خلک پیسې نه لري چې دغه روغتون ته راځي. باید په روغتون کې درمل ورکړي. موږ اړ یوو چې له بهره یې وپېرو.»

په همدې حال کې د فاریاب د کوهستان ولسوالي اوسېدونکی غلام‌محمد بیا وايي چې خلک له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي او په خصوصي روغتونونو کې د درملنې وسه نه لري. هغه وايي، کوهستان یوه غرنیزه ولسوالي ده او خلک یې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د فاریاب د خواجه‌سبزپوش ولسوالي اوسېدونکي هم وايي چې په دې ولسوالي کې خلکو ته لازم روغتیايي خدمتونه نه رسېږي. دوی له حکومت څخه غواړي چې د دې ولسوالي په روغتیايي مرکزونو کې ډاکټران زیات کړي.

د دوی په وینا، سره له دې چې په دې ولسوالي کې تجربه‌لرونکي ډاکټران شته، خو د روغتیايي امکاناتو او لازمو درملو نه موجودیت خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

نورمحمد چې خپله لور یې یوه روغتیايي مرکز ته د درملنې لپاره بیولې سلام‌‌وطندار ته ویلي: «ډاکټران خپله هڅه کوي چې درملنه وکړي، خو امکانات نشته. خلک ډېرې ستونزې لري، باید درمل ورکړل شي. له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې دغه کلینیک په روغتون بدل او باید د خلکو ستونزې حل شي.»

بله‌خوا د فاریاب د پښتون‌کوټ ولسوالي اوسېدونکي وايي، کلونه کېږي چې په دې ولسوالي کې د خلکو روغتیايي ستونزو ته پام نه کېږي. دوی له دولت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې په دې ولسوالي کې د خلکو اړتیاوو ته پام وکړي او ستونزې یې حل کړي.

د پښتون‌کوټ ولسوالي اوسېدونکی محمدداوود وايي: «موږ کلینیک نه لرو چې خپل ناروغ د درملنې لپاره ورولو او یا د بیړني ناروغ ستونزه حل کړه. ان امېندواره ښځې د درملنې لپاره مرکز ته ځي او یا روغتیايي مرکز ته چې د موټر یو ساعت لاره ده او لاره هم خرابه ده.»

د فاریاب د اندخوی څلورګونو ولسوالیو اوسېدونکي هم په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او روغتیايي امکاناتو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، د نورو ولسوالیو خلک د اندخوی روغتون ته ورځي او په وینا یې، هلته هم خلک د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخامخ دي. دوی زیاتوي چې حکومت دې د دغه روغتون تشکیلات زیات کړي، څو خلکو ته اړین خدمتونه ورسېږي.

د اندخوی ولسوالي اوسېدونکی حاجي حمیدالله وايي: «د اندخوی ولسوالي پنځه لکه وګړي لري، خو روغتون یې ۳۰ بستریز دی. له شاوخوا ولسوالیو نه هم ناروغان دغه روغتون ته راځي. موږ له اسلامي امارت او روغتیايي مسوولانو څخه غواړو چې دغه روغتون ۱۰۰ بستریز کړي.»

د فاریاب د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر ظاهرشاه جهادمل هم په روغتیايي برخه کې د خلکو ستونزې مني او وايي، په دولتي روغتونونو کې ځینو ناروغانو ته درمل ورکول کېږي، خو ځینې هغه درمل چې په روغتون کې نه وي، خلک یې په بازار کې پېري.

 سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «په فاریاب کې ۵۶۵ متخصصې ښځې چې ډاکټر، نرس، قابله او نور په‌کې شامل دي، په بېلابېلو څانګو کې فعالیت کوي، خو اوس هم روغتیايي برخه د ښځینه روغتیايي کادرونو له کمښت سره مخامخ دی. له دې ډلې ویلی شوو چې د عدلي طب او الټراسونډ برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ یوو.»

د فاریاب د عامې روغتیا ریاست سرپرست زیاتوي چې د ولایتي روغتون ستونزه یې له عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې او غوښتنه یې ترې کړې چې د دغه روغتون بسترونه او ډاکټران زیات کړي،  څو د خلکو ستونزې حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم خلک روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې د بېلابېلو ستونزو په اړه سر ټکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام