Asset 1SWN

د غزني اوسېدونکي: د ښځینه ډاکټرانو کمښت له امله ناروغانې له ستونزو سره مخ دي

eb63eaef-23fc-4980-8879-22e60ab66688

د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو او کارکوونکو کمښت له امله روغتیايي خدمتونو ته د ښځینه ناروغانو لاسرسی محدود شوی دی.

د غزني شمس‌العارفین کلینیک ته راغلې ناروغه ناهیده وايي چې یاد کلینیک کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت له امله نشي کولای په سمه توګه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «غزني کې ډېر کلینیکونه او روغتونونه فعال دي، خو له دې امله چې ډېر کارکوونکي نارینه دي، ښځینه چې کله ناروغي سره مخ کېږي، نشي کولای چې په اسانه او جرآت سره روغتون ته مراجعه وکړي.»

په ورته مهال د غزني یو بل اوسېدونکی داوود بیا وايي چې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ترڅنګ، روغتیايي مرکزونو کې د درمل او امکاناتو نشتون بله هغه ستونزه ده چې ناروغان ورسره مخ دي.

نوموړی له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې دې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي. «څو ځله مې چې دې روغتون ته مراجعه وکړه، امکانات یې ډېر کمزوري وو. کله چې مراحعه کوې، درمل درته نه درکوي. موږ اړ یو چې درمل له بازار څخه وپېري.»

بل‌خوا غزني کې یو‌شمېر مدني فعالان وايي چې د یاد ولایت یو‌شمېر روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت او نشتون لامل شوی چې ښځې د ناروغۍ په ځانګړې توګه د زېږون پر مهال دودیز طب «سنتي طب» ته مخه کړي.

علي صمدي وویل: «په روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت لا هم غزني کې یوه لویه ستونزه ده چې غزني ښار او بېلابېلو سیمو کې دغه ستونزه پر خپل ځای ده.»

د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې شمس‌العارفین کلینیک د یاد ریاست تر څار لاندې نه دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست له لوري فعالیت کوي.

غزني  کې د افغاني سرې میاشتې ریاست د نشراتو او عامه اړیکو میر شهاب سروري شمس‌العارفین کلینیک کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ستونزه ردوي او سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد کلینیک ترڅنګ دغه ولایت کې ۱۱ نور کلینیکونه د دغه ریاست له‌خوا فعالیت کوي.

هغه وویل: «د سیمې خلک چې د ښځینه کارکوونکو نشتون څخه شکایت کوي، بشپړ دروغ دي. دې کلینیک کې هم ښځې کوي او هم نارینه.»

غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نشراتو او عامه اړیکو مدیر وايي چې شمس‌العارفین کلینیک کې هره ورځ د ښځینه او نارینه ډاکټرانو له لوري داخله ناروغیو، ماشومانو داخله، د پولیو ضد واکسین تطبیق او همداراز د خوارځواکۍ ناروغانو درملنه کېږي.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې سمش‌العارفین کلینیک یو «سي‌اېچ‌سي کلینیک دی چې فعالیت یې یوازې د ښځو لپاره ځانګړی نه دی، بلکې نورو بېلابېلو برخو کې ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام