Asset 1SWN

روزګان کې د جګړې یوه معلول سلګونو کسانو ته د سپورټ اسانتیاوې برابرې کړي

JANAN-1-py4vhdt28npk03o9w7w4ywr0qxbunlykxx2vf0qdmw

د روزګان په مرکز ترینکوټ کې ۳۵ کلن جانان چې ۱۰ کاله وړاندې د ماین چاودنې ښکار شو او په یوه پښه ګوډ شو، خو همت یې له لاسه ور نه‌کړ او له پنځو کلونو راهیسې یې سلګونو ځوانانو ته د سپورټ اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جانان وایي، له تېرو جګړو څخه بدې خاطرې لري او تکل یې کړی چې د وطن د پرمختګ او ځوانانو ته د سپورټ برخه کې به ډېرې هلې ځلې کوي. هغه اوس په ترینکوټ ښار کې د «بدن ښکلا» په نوم يو کلب لري او په مات ځان نورو ځوانانو ته سپورټ ورښيي.

د جانان په وینا، د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو افغانانو ته له مرګ‌ژوبلې، معلولیت، بې‌وزلۍ او د نړۍ له کاروان څخه وروسته پاتې کېدو پرته بل څه نه‌دي ورکړي او په‌کار ده چې نور د جګړې نوم په خوله وا نه‌خلو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا یوشمېر ځوانان چې جانان ورته د سپورټ اسانتیاوې برابرې کړي، د هغه د هڅو ستاينې ترڅنګ، له حکومت څخه غواړي چې د سپورټ په برخه کې ورسره مرسته وکړي. محمد داوود او سيدولي زیاتوي:

«موږ مننه ترې کوو چې په دې وروسته پاتې ولايت کې یې ځوانانو ته د سپورټ اسانتیاوې برابرې کړې دي.» «په سختو حالاتو او شته اقتصادي ستونزو کې داسې يو استاد چې پښه یې هم نشته، خو روزنه راکوي، موږ مننه ورڅخه کوو او غوښتنه کوو چې حکومت بايد له ورسره مرسته وکړي.»

په ورته وخت کې د روزګان د سپورټ امر حافظ نصيراحمد عارف ډاډ ورکوي چې له جانان سره به همکاري وکړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په روزګان کې د یوشمېر خصوصي کلبونو مسوولانو چې د دغه ولایت په ترينکوټ ښار کې یې فعاليت کاوه، سلام‌وطندار ته ویلي وو چې د اقتصادي ستونزو له امله يې تر نيمايي ډېر ورزشکاران له لاسه ورکړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام