د  بشري حقونو خپلواک کميسيون نن «په افغانستان کې په  ۱۳۹۹ کال کې د معلوليت لرونکيو وګړو د بشري حقونو وضعيت» تر سرليک لاندې خپل څېړنيز راپور خپور کړ.  د ياد راپور موندنې ښيي چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د معلوليت لرونکيو کسانو شمېر ډېر شوی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه راپور کې راغلي، په دې موده کې د جګړې، ناامنیو او ځمکني ماینونو له کبله د معلولانو شمېر  ۱۱ سلنه ډېر شوی دی. په دې څېړنه کې په ۲۲ ولايتونو کې ۱۵۰۴ معلوليت لرونکو وګړيو سره خبرې شوې دي چې ۱۱۹۲ يې نارينه او ۳۱۰ يې ښځينه دي.

د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ د هېواد د ټول نفوس ۱۳.۹٪ یعنې ۴ ميليونه او ۴۷۵ زره او ۸۰۰ کسان معلوليت لرونکي دي. ياد کميسيون ويلي چې پر دې بنسټ په ۱۴ کلونو کې د معلوليت لرونکو وګړو شمېر ۱۱.۲٪ زيات شوی دی.

د راپور پربنسټ موندنې ښيي چې له ۱۵۰۴ پوښتل شويو کسانو له ډلې له ۱۰۴۲کسان (۶۹.۳٪) يې د غړیو د نيمګړتيا فزيکي معلوليت، ۲۹۴ کسان (۱۹.۵٪) يې حسي فزيکي معلوليت، ۴۲ کسان (۲.۸٪) بيولوژيکي او ميتابوليزمي معلوليتونه، لکه شکر، ډيابټ، د ويني فشار، ميرګي او اوتیزم، ۶۸کسان (۴.۵٪) ذهني او رواني معلوليت درلودلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام