د کندوز سلګونو معلولانو نن د دغه ولایت د ولایتي شورا د دروازې په مخ کې اعتراض وکړ او خبرداری یې ورکړ، که ژرترژره یې غوښتنې ونه منل شي، د کندوز‌-‌کابل لویه لاره به د ټرافیکو پر مخ وتړي.

دوی وايي، د خلکو او د هېواد د ارضي تمامیت د دفاع په لاره کې یې د وجود غړي له لاسه ورکړي، خو اوس له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي او حکومت هم هېر کړي دي.

د دغو معلولانو له ډلې دادمحمد سلام‌وطندار ته وویل چې د میاشتې ۲۵۰۰ افغانۍ معاش اخلي چې په وینا یې، د خپلې معیوبې پښې لپاره پرې جرابې نه شي پېرودلی. هغه زیاتوي چې هرې ادارې ته د مراجعې پر مهال د رد ځواب ورکول کېږي، خو که حکومت یې غوښتنې ونه مني، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

یو بل معترض عبدالاحد چې ۴۰ کاله عمر لري وايي، د ملي اردو په لیکو کې یې دنده لرله او لس کاله وړاندې د سړک غاړې یوه خښ شوي ماین په چاودنه کې یې دواړه پښې له لاسه ورکړې او اوس یې ژوند تریخ دی.

هغه وايي، د معلولیت کتابچه یې د بایومټریک برخې کارکوونکو ترې اخیستې او اوس دروازه په دروازه ګرځي. د نوموړي په وینا، په کور کې لس کسان ور پر غاړه دي او حکومت یې باید غږ واوري.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي د معترضانو د څرګندونو د تایید ترڅنګ وايي، په هغه هېواد کې چې روغ وګړي یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د معلولانو ستونزې یې څو برابره ډېرې دي.

هغه له اړوندو مسوولانو غواړي چې ژرترژره د معلولانو غوښتنې ومني او ستونزې یې حل کړي.

خو د کندوز د معلولانو او شهیدانو چارو آمر امان‌الله مرادي وايي چې د ټولو معلولانو معاشونه یې ورکړي دي.

هغه وايي چې د ټولو معلولانو قانوني غوښتنې به هم ومني او ستونزې به یې حل کړي.

په کندوز کې د معلولانو شمېر زرګونو کسانو ته رسېږي، خو د دغه ولایت د معلولانو او شهیدانو چارو آمر وايي چې تر اوسه ورسره ۱۰ زره معلولان، معیوبین او د شهیدانو کورنۍ ثبت دي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام