په تېرو  ۱۴ کلونو کې د معلوليت لرونکيو کسانو شمېر ۱۱ سلنه ډېر شوی

د  بشري حقونو خپلواک کميسيون نن «په افغانستان کې په  ۱۳۹۹ کال کې د معلوليت لرونکيو وګړو د بشري حقونو وضعيت» تر سرليک لاندې خپل څېړنيز راپور خپور کړ.  د ياد راپور موندنې ښيي چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د معلوليت لرونکيو کسانو شمېر ډېر شوی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه راپور کې راغلي، په دې موده کې د جګړې، ناامنیو او ځمکني ماینونو له کبله د معلولانو شمېر  ۱۱ سلنه ډېر شوی دی. په دې څېړنه کې په ۲۲ ولايتونو کې ۱۵۰۴ معلوليت لرونکو وګړيو سره خبرې شوې دي چې ۱۱۹۲ يې نارينه او ۳۱۰ يې ښځينه دي.