د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د لومړي ځل لپاره دغه ولایت کې استخراج شوي «زمرد» په نږدې ۲۵ میلیونه افغانۍ پلورل شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق نن چهار شنبه د وږي ۲۲مه سلاموطندار ته ویلي، دغه ولایت کې د زمرد استخراج شوې ۱۲۴۴ کرېټ ډبرې په ۲۴ میلیونه او ۵۶۹زره افغانۍ پلورل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یاد زمرد د پنجشېر له کانونو د څارنې کمېټې او یوشمېر نورو چارواکو په شتون د یوې داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو پلورل شوي دي.
د پنجشېر والي په دې اړه یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې له دې وړاندې به د دغه ولایت زمرد د سیمې د هېوادونو په نوم د اروپا او امریکا بازارونو ته وړل کېدل او پلور ته به وړاندې کېدل.
محمداغا حکیم همداراز زیاته کړه چې د یاد زمردو داوطلبي په رڼه او قانوني توګه شوې او په لوړه بیه پلورل شوي دي.
په ورته مهال پنجشېر کې یوشمېر سوداګر د پنجشېر له چارواکو د دغه نوښت څخه خوښي څرګندوني او وايي چې له دې وړاندې به یې زمرد په نورو هېوادونو کې په ټيټه بیه پلورل.