پر ښځو د محدودیتونو دوام؛ د افغان ښځو ځانګړی هوټل دېوالي کېدو سره مخ دی

کابل کې یوشمېر ښځو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته «واوا، د افغان ښځو هوټل او پخلنځي» په نوم هوټل جوړ کړ.
خو دغه ښځې اوس د ګیلې په توګه وايي چې د اسلامي امارت له لوري د محدودیتونو او فشارونو په ډېرېدو سره یې کاروبار له دېوالي کېدو سره مخ دی.

مسکو راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د دغه هېواد په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان په اړه امنیتي غونډه جوړه شي. نوموړي نن دا خبره ټاس خبري اژانس ته کړې او زیاته کړې یې ده چې یاده غونډه به راتلونکې اوونۍ جوړه شي.

د دایکندي‌-‌بامیان لویه لاره د سختو واورو او توپان له امله وتړل شوه

د دایکندي د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وايي چې د دایکندي‌-‌بامیان لویه لاره د سختو واورو اورېدو او توپان له کبله تړل شوې ده.
د دایکندي د ټولګټو چارو رییس لعل‌محمد یوسفي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دایکندي د میرامور او د بامیان د ورس ولسوالي ترمنځ د قوناق کنډو نن ماسپښین تړل شوی دی. دغه کنډو دایکندي له بامیان او بیا کابل سره نښلوي.

عبدالحق حماد: امنیتي ادارو اسماعیل مشعل د څېړنو لپاره بیولی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار رییس عبدالحق حماد منلې چې امنیتي ادارو د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل بیولی دی. حماد پر ټویټر لیکلي چې مشعل د څېړنو لپاره بیول شوی دی. هغه تور لګولی چې مشعل د نظام پر وړاندې «پاروونکې کړنې» سر ته رسولې او خبریالان یې پر ځان را ټول کړي وو چې پر سړک یې بیروبار هم جوړ کړی و.