Asset 1SWN

د دایکندي‌-‌بامیان لویه لاره د سختو واورو او توپان له امله وتړل شوه

شاه_راه دایکندی_بامیان ۱

د دایکندي د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وايي چې د دایکندي‌-‌بامیان لویه لاره د سختو واورو اورېدو او توپان له کبله تړل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دایکندي د ټولګټو چارو رییس لعل‌محمد یوسفي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دایکندي د میرامور  او د بامیان د ورس ولسوالي ترمنځ د قوناق کنډو نن ماسپښین تړل شوی دی. دغه کنډو دایکندي له بامیان او بیا کابل سره نښلوي.

نوموړی وايي، د سپرلۍ یو موټر په یاد کنډو کې بند دی او د ټولګټو چارو ریاست د واورو پاکولو ډله د یادې لارې د پرانېستلو لپاره هڅې کوي، خو په خبره یې، د سختو واورو اورېدو او توپان راتلو یې کار سخت کړی دی.

په بامیان کې ځايي سرچینې وايي چې نه یوازې «قوناق» کنډو، بلکې د «شاتو» کنډو چې دایکندي ولایت او د بامیان ورس او پنجاب ولسوالۍ د بامیان له مرکز سره نښلوي، هم له پرون راهیسې تړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د بامیان د ټولګټو چارو ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې د دغه ولایت د ورس او پنجاب ولسوالیو لویې لارې او هم د بامیان‌-‌دایکندي ترمنځ لویه لاره تړل شوې ده.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دغه ریاست د واورو پاکولو ډله هڅه کوي، څو ژرترژره یادې لارې پاکې او پرانېزي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام