د افغانستان د هوا پېژندې ادارې په یوې خبرپاڼه کې سبا یکشنبې د سلواغې نهمه کابل، پروان، پنجشېر، میدانوردګ، غزني، زابل، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې د درنې واورې ورېدو اټکل کړی دی.
له دې سره هممهاله یوشمېر هېوادوال شکایت کوي چې روان ژمي په ځانګړې توګه د واورې ورېدو شپو او ورځو کې د ارتباطي لارو تړل کېدو او د کورونو ګرمولو امکاناتو ته د نهلاسرسي له امله ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د کابل اوسېدونکي احمدبیر سلاموطندار ته وویل: «موږ ته خو ژمی ټوله ستونزه ده، پخوا به مو درې وخته بخارۍ لګوله، خو اوس یې په ستونزمنه توګه یو وخت لګوو. سوند توکي ګران شوي پخوا یو خروار سکاره په ۴۰۰۰ و، اوس ۹۰۰۰ شوي دي.»
په ورته مهال د غزني اوسېدونکی سمېعالله بیا وايي: «که واوره ډېره وشي، نور د کلیو او ولسوالیو خلک له ستونزه سره مخ کېږي. لارې یې تړل کېږي او امکانات هم نهلري. حکومت باید خپله تابیا ونیسي او لارې خلاصې کړي.»
په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفېعالله رحیمي وايي، ولایتونو کې د واورې ورېدو له امله رامنځته کېدونکو ستونزو سره د مقابلې لپاره یې اړین چمتوالی نیولی دی.
نوموړي وویل: «ټولو ولایتونو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاستونو ته لارښوونه شوې چې سیمه کې اماده واوسي او کوښښ وکړي چې ستونزې حل کړي. خلکو سره مرسته وکړي. موږ ټولو ولایتونو کې د مرستې مراکز لرو، مواد لور او موسسو سره همکاري لرو چې مرستې جذب کړو. خواړه، البسه، خېمې، کمپلې او نور اړین توکي اماده دي.»
نوموړی زیاتوي، د هغو لارو د بېرته پرانیستو لپاره یې له سیمهییزو همکارو ډلو سره هم همغږي کړې چې د واورو ورېدو له امله تړل کیږي. دا داسې مهال دی چې افغانستان کې د ملګروملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ ویاند هم روان ژمی د افغانانو لپاره تر ټولو سخت بللی دی.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د یادونې ده چې دې وروستیو اونیو کې د سړې هوا په دلیل بېلا بېلو ولایتونو کې نژدې ۱۷۰ کسان مړه شوي او لسګونه زره څاروي هم له منځه تللي دي.