د هېواد د هوا پېژندنې ملي ادارې نن او سبا په ۱۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او له امله یې د سېلابونو راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې ویلي چې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، پروان، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، بامیان، دایکندي، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې نن پنجشنبه ویلي چې د اورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پوري وي.

د یادې ادارې د معلوماتو پربنسټ، د دې ترڅنګ به په هرات،‌ فراه،‌ نیمروز،‌ هلمند،‌ کندهار او بلخ ولایتونو کې چټک بادونه رامنځته شي چې د سرعت کچه به یې په بېلابېلو نقطو کې په ساعت کې له ۲۰ څخه ۷۵ کیلومتر پوري وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له ځاني زیان سربېره، ګڼ‌شمېر خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام