د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه ښځې مړې شوې دي.

د امنیتي مسوولانو په وینا، سېلابونه پرون د یاد ولایت د ادرسکن ولسوالي په «شیمه، سیزارک او تیل سفید» کلیو کې راوتلي چې پرمهال یې دوه ښځې مړې شوې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د امنیې قومنداني ویاند محمودشاه رسولي سلام‌وطندار ته ویلي چې سېلابونو کې د دوو ښځو له مړینې سربېره، ۱۳۲ څاروي له‌منځه تللي او ۱۶ هستوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.

د رسولي په وینا، د یاد ولایت مرستندویه ډلې سېلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو رسولو په موخه تللي او زیانمنیو شویو کورنیو سره  یې د مرستې لړۍ پیل کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له هرات سربېره د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم د وروستیو ورځو پرمهال د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له مرګ‌ژوبلې سربېره یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام