د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت نن په یوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې په یوشمېر ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو او په سیندونو کې د اوبو د کچې ډېروالي شونتیا موجوده ده.
یاد وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې چې د سېلابونو د راوتلو او د اوبو د کچې ډېروالي پر مهال دې د سیند غاړو ته له ورتلو څخه ډډه وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اقلیمي بدلونونو، د هایدرو متیورلوژیکي تحلیلونو او د هوا پېژندنې ملي ادارې د وړاندوینې پر بنسټ، د دې شونتیا شته چې په «شمال، هریرود، مرغاب، هلمند او د کابل» سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شي او سېلابونه راووځي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، نن د شویو ورښتونو له کبله د سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، هرات، فراه، هلمند، ارزګان، کندهار، کابل، پنجشېر او غوربند د سیندونو مسیر کې د سېلابونو د راوتلو او د اوبو د کچې د لوړوالي اټکل شوی دی.
یاد وزارت همداراز ویلي، هغه کسان چې په لوړو سیمو کې اوسېږي، د سېلابونو د راوتلو پرمهال دې د ټيټو سیمو اوسېدونکي ته خبر ورکړي، څو د سېلابونو د راوتلو له امله د خلکو د مرګژوبلې او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې هر کال په هېواد کې د سېلابونو د راوتلو له امله ګڼشمېر خلکو مرګژوبله اړوي.