وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د پنجشېر ولایت اړوند د حصه اول ولسوالي په «پېش‌غور» کلي کې پراخ سېلابونه راووتل، یوې سرچینې دغه سېلابونه د طبیعي یخچالونو له امله یاد کړل. اوس د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د «پېش‌غور» کلي لوړو څوکو ته د څېړنې لپاره یوه ډله استولې ده.

که څه هم تراوسه دغې ډلې د طبیعي حوضونو په اړه خپل راپور نه دی په ډاګه کړی، خو سلام‌وطندار د دغه ټیم د راپور یوه برخه ترلاسه کړې او ښکاري چې لا هم د پېش‌غور سیمه د سېلاب له ګواښ سره مخ ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ډلې د راپور پر اساس د پېش‌غور کلي په لوړو څوکو کې د تیګو او ډبرو په منځ کې په پراخه توګه د طبیعي اوبو پټ او ښکاره یخچالونه شته چې د هوا په ګرمېدو سره یې د اوبو کېدو او رالوېدو ګواښ موجود دی.

په همدې حال کې د پنجشېر د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي د ادارې رییس‌ محمد‌ضیا یزداني سلام‌وطندار ته وایي چې د اوبو  چارو د تنظیم ادارې د ډلې د راپور پر بنسټ، په پېش‌غور کلي کې د هر ډول ابادۍ او بیارغونې چارې کولای شي، دغه طبیعي یخچالونه وښوروي چې له امله به یې پراخ سېلابونه راووځي.

د پنجشېر د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي رییس زیاتوي، د پلاوي د څېړنې پایلې به په یوه راپور کې چې په مفصله توګه به پکې د حل لارې او وړاندیزونه هم شامل وي، اړوندو مسوولانو ته وسپارل شي. څو د دغه راپور پر اساس داسې پرېکړې ونیول شي چې د سیمې د اوسېدونکو د مال او ځان د خوندیتوب او د سېلابونو د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

که څه هم د پېش‌غور کلی د پنجشېر سیند پر غاړه نه دی پروت، خو کله نا کله دغه سیمه پراخ سېلابونه ځپي چې له امله یې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوړي. په تازه ګۍ سره تېره اوونۍ په دغه سیمه کې د سېلابونو د راوتو له کبله د خلکو کورونه، عمومي او فرعي لارې، د اوبو سربندونه، کرنیز کانالونه او نورې کرنیزې ځمکې اوبو لاندې کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام