ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د ملي پراختیا شرکت مسوولانو د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د دغه شرکت اړوند د ۶۴۸ پروژو  چارې په ټپه  درېدلي دي.

په یاده ناسته کې د دغه شرکت مسوولانو همداراز وویل چې د ملي پراختیا شرکت د ۱۱۲ میلیارډ افغانۍ په ارزښت ۶۹۲ پروژې لري. په ورته مهال دغه شرکت په تېر یوه کال کې ۵۵ پروژې بشپړې کړي چې له ډلې یې ۲۶ ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي پراختیا شرکت د مسوولانو په وینا، دا مهال یاد شرکت ۱۵ پروژې تر لاس لاندې لري او که مالي ملاتړ یې وشي، چمتو دي چې یو‌شمېر نورې پروژې هم تطبیق کړي.

په ورته مهال د یاد شرکت مسوولانو په دې خبري ناسته کې وویل چې ملي پراختیا شرکت په تېر یوه کال کې خپلو پوروړو شرکتونو ته ۱ میلیارډ ۲۲۷ میلیونه او ۳۲۶زره افغانۍ پور ادا کړی دی.

بل‌خوا د ملي پراختیا شرکت چارواکو ټينګار وکړ چې دغه شرکت توانېدلی، ۱۴۲۸ جریبه ځمکه، ۵۵ هټۍ، ۱ هوټل او یو ښوونځی له غصب راوګرځوي.

د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالولي عادل په دې خبري ناسته کې وویل چې یادې ځمکې له غصب ازادول حکومت او یاد شرکت ته لویه لاسته راوړنه ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عادل همداراز زیاته کړه چې د اوبو مدیریت، کرنې، ودانیزو او تولید برخو کې سترې پروژې تر لاسه لاندې لري. دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړي مالي کال کې پراختیايي برخو ته لږه بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام