د پکتیکا ولایت اړوند د اورګون ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکو نن سهار د یادې ولسوالي په بازار کې پر خپلو هټیو او لاسي ګاډیو درې رنګه ملي بیرغ درولی و چې وروسته بیا د اسلامي امارت اړوند ځواکونو له لوري راښکته کړل شوي دي.

د اورګون ولسوالي اوسېدونکی منور مبارز وايي چې د یادې ولسوالي په بازار کې نن سهار خلکو پر هټیو، مارکېټونو او لاسي‌ګاډیو د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ زړولی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال مبارز وايي چې په لومړیو کې د اسلامي امارت چارواکو د خلکو دغه اقدام ته غبرګون نه‌وو ښودلی، خو وروسته بیا د اسلامي امارت اړوند ځواکونو پر هټیو او لاسي‌ګاډیو زړول شوي بیرغونه راټول کړي دي.

د نوموړي په وینا، اورګون کې د اسلامي امارت ځواکونو په لومړیو کې د خلکو له لوري د پورته شویو بیرغونو سره مخالفت نه‌وو کړی او په وینا یې چې له مرکز څخه ورته څه نه دي ویل شوي، خو وروسته یې بیرغونه راټول کړي.

په همدې حال کې د اورګون ولسوالي یو بل اوسېدونکی احسان‌ ځدراڼ هم وايي چې په یاده ولسوالي کې د اسلامي امارت اړوند ځواکونو له خلکو درې رنګه بیرغونه ټول کړي او یو‌شمېر کسان یې وهلي او ډبولي هم دي.

نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونو دغه کسان له دې امله وهلي چې پر خپلې هټۍ یا لاسي ګاډۍ یې ملي بیرغ زړولی و.

خو د پکتیکا لپاره د اسلامي امارت د اطلاعات او فرهنګ رییس بلال حذیفه وايي چې د اورګون ولسوالي اوسېدونکو ملي بیرغ په خپله خوښه درولی و او بېرته یې ګوز کړی دی. هغه وايي چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري هېڅوک نه دي وهل شوي او نه هم داسې پېښه رامنځته شوې ده.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل، «نه خلک نه دي وهل شوي. خلکو په خپله خوښه بیرغونه درولي او بېرته یې ښکته کړي، هېڅوک وهل شوي نه دي او داسې ستونزه نه ده پېښه شوې. دا یوازې ګونګوسه ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پکتیکا کې د خلکو له لوري داسې مهال د افغانستان ملي بیرغ پورته کېږي چې څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو که د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پورې تړلي خبرونه خپاره شول چې نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، ښايي درې رنګه بیرغ د افغانستان د ملي بیرغ په توګه وپېژندل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام