Asset 1SWN

ا.ا د فارین پالیسي وروستی راپور او افغانستان کې د القاعده ملاتړ بې‌بنسټه وبلل

ARG-Taliban-00

فارین پالیسي دوه ورځې وړاندې په یوه څېړنیز راپور کې ادعا کړې چې ا.ا په افغانستان کې د القاعده شبکې ملاتړ ته لا هم دوام ورکړی دی.

فارین ‌پالیسي ادعا کړې چې یاد راپور یې د پټو ډيپلوماټیکو اطلاعاتو پر بنسټ جوړ کړی او ا.ا په افغانستان کې د القاعده غړیو ته د وسلو، کور، ښځو او پاسپورټ په څېر امکانات برابر کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې په القاعده شبکې پورې تړلې ۱۴ ډلې په بدخشان او تخار ولایتونو کې د سروزرو له کانونو ګټه اخلي.

خو ا.ا د فارین ‌پالیسي دغه راپور بې‌بنسټه او بې‌ځایه تبلیغات بولي. د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

«موږ دغه ادعاوې نه منو. په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله نشته او نه هم فعالیت کوي. اسلامي امارت هم اجازه نه ورکوي او له بده مرغه دغه ادعاوې د ځینو مغرضو کړیو پروپاګنډا ده.»

په ورته وخت کې د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، د فارین پالیسي راپور ښايي د استخباراتي موخو لپاره چمتو شوی وي. دوی غوښتنه کوي چې اسلامي امارت او د سیمې هېوادونه دې په ګډې همغږۍ د داعش او القاعده شبکې ګواښونه وارزوي.

د پوځي او امنیتي مسایلو کارپوه صادق شینواری وايي: «دغه ډول راپورونه د افغانستان پر وړاندې تبلیغاتي او استخباراتي اړخ لري. په ټوله کې که د ډلو پر وړاندې لازم ګامونه اوچت او سیمه‌يیزه اجماع جوړه نه‌شي، نه یوازې د افغانستان امنیت او ثبات ګواښي، بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونه به هم ترې خوندي پاتې نه‌شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د اسلامي امارت مسوولانو تر دې وړاندې هم تل نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې په افغان خاوره کې هېڅ وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام