د اروپا او امریکا ځانګړو استازیو په یوې ګډه خبرپاڼه کې چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، ویلي چې افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسټه سیاسي نظام د رامنځته کېدو لپاره ثبات او سوله‌ییزې راتلونکې ته اړتیا ده.

 د اروپايي ټولنې، فرانسې، المان، ایټالیې، ناروې، بریټانیې او امریکا ځانګړو استازیو ټينګار کړی چې د اوسلو ناسته په هېڅ توګه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو او مشروعیت ورکولو په معنې نه وه. د دوی په وینا، افغانستان کې د هر حکومت  د مشروعیت سرچینه به د دغه هېواد وګړي وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اوسلو ناستې پرمهال افغانستان کې انساني ناورین ته پر رسېدنه له تمرکز سربېره، په هېواد کې د ټولو افغانانو د کړاوو کمولو لپاره پر اړینو مرستو هم ټينګار شوی دی.

د اروپا او امریکا استازیو زیاته کړې چې له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، څو د بشرحقونو نقض په ځانګړې توګه په خپل سري د خلکو نیولو، لا درکه کېدو، د رسنیو ځپلو، ناقانونه وژنو، شکنجې او د نجونو او ښځو د زده‌کړو ممنوعیت څخه د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د اروپا او امریکا استازیو ټينګار کړی چې اسلامي امارت باید د افغانانو له لوري مطرحه شویو اندېښنو ته پام وکړي.

دوی د اسلامي امارت له لوري د نوي کال په پسرلي کې د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو څخه هرکلی کړی او ټينګار یې کړی چې د دغې چارې د پلي کولو لپاره، عملي، بودیجوي او تخنیکي چمتووالي ته اړتیا لیدل کېږي.

په همدې حال کې د اروپا او امریکا استازیو ویلي چې لوېدیځ هېوادونه د افغانستان اقتصاد په پښو درولو او ملاتړ سربېره، د ټولنیزو خدمتونو له سقوط څخه د مخنیوي لپاره د خپلو مرستو د پراخولو هڅې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اوسلو ناسته د سلواغې میاشتې په درېیمه پیل او درې ورځې یې دوام وکړ. په دغه ناسته کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشري پلاوي د افغانستان د مدني ټولنې له استازیو سربېره د لوېدیځو هېوادونو له استازیو سره هم لیدنې درلودې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام