د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي، افغان سیاستوالو، مدني فعالانو او د امریکا او اروپا استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د دې غونډې ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت په اړه بحث او خبرې کړي.

د ناستې په پای کې یوه اعلامیه هم خپره شوې او پکې ټینګار شوی چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د هېواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي هوساینې لپاره ټول افغانان په ګډه کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په اعلامیه کې راغلي: «د دې غونډې ګډونوالو، د افغانستان د ټولو ستونزو یوازینۍ حل لار  تفاهم او ګډه همکاري ګڼلې او ټولو دا ډول غونډې د هېواد په ګټه وبللې.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي، دغه خبرې اترې د افغانستان د پیسو د ازادولو، له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت د استازو د نوم د حذف او د کابل او واشنګټن ترمنځ د ډپيلوماټیکو اړیکو پر بیا پیل او پیاوړتیا به متمرکزې وي.

د ناروې پلازمېنې اوسلو کې د افغانستان په اړه د ناستې جوړېدو سره هم‌مهاله د دغه هېواد یوشمېر ډیپلوماټانو په یوې اعلامیې کې هیله ښودلې چې اسلامي امارت دې د بشري حقونو مراعتولو او ټول‌‌ګډونه حکومت جوړېدو برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ټاکل شوې چې دغه پلاوی د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د امریکا او اروپايي ټولنې له استازو سره هم خبرې اترې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ لوړ پوړى پلاوى د شنبې په ورځ د ناروې پلازمېنې اوسلو ته ولاړ څو د دغه هېواد له خوا رابلل شوې غونډه کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي یاد سفر ته له تلو مخکې ویلي وو چې دوی به د یادې ناستې په څنډه کې د ډېر شمېر هېوادونو له استازو سره هم وګوري او هیله یې ښودلې وه چې پایله به یې مثبته وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام