د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو پورې دغه هېواد د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه‌توب وکړي. د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې غونډه کې د اسلامي امارت چارواکي هم ګډون کوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې غونډې ته د اسلامي امارت د چارواکو سربېره د افغانستان د مدني ټولنې په ګډون د دغه هېواد بېلابېل قشرونه بلل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اعلامیې په وینا، د اسلامي امارت استازي به په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون سربېره د ناروې مقاماتو او د نړیوالې ټولنې له استازو په ځانګړې توګه د ناروې له متحدینو سره هم وګوري.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ دا غونډه د ” اسلامي امارت  د مشروعیت یا په رسمیت پېژندلو” لپاره نه ده، بلکې د بشري حقونو د وضعیت د ښه‌والي او د ښځو د مشارکت او د بشري هڅو د غښتلي کولو په اړه جوړېږي.

د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د اسلامي امارت له استازو سره په کتنه کې به د نجونو د زده‌کړو، بشري حقونو او د ښځو د مشارکت په اړه بحث او خبرې وکړي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ لوړپوری پلاوی سبا د ناروې په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې اسلو ته سفر وکړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې تېره اونۍ په کابل کې د ناروې سفیر د اسلامي امارت له یوشمېر لوړپورو چارواکو سره خبرې کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغه کتنه کې د اسلامي امارت چارواکو ددغه هېواد له سفیر څخه غوښتي چې ناروې دې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندو په برخه کې ورمخکې شي. د یادولو ده چې اروپا ته دا د بهرنیو چارو وزارت لومړنی سفر دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام