د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د ترویکا ناسته چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ځانګړي استازي به پکې ګډون وکړي، نن د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې جوړېږي. د دغه وزارت د اعلان له مخې، په یاده ناسته کې به د افغانستان لپاره د چین، امریکا، روسیې او پاکستان ځانګړي استازي ګډون وکړي.
ټاکل شوې د ترویکا ناسته چې د سیمې او نړۍ ځواکمن هېوادونه به پکې ګډون وکړي، د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه به پکې بحث او خبرې وشي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان په اړه د اسلاماباد په کوربهتوب د ترویکا ناسته خورا ارزښتمنه ده او په دغه هېواد کې به د سولې او ټيکاوه راوستو په برخه کې مرسته وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې د امیرخان متقي په مشري د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی په دغه غونډه کې د ګډون په موخه پرون مازدیګر اسلاماباد ته لاړ. د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د سوداګریزو توکو ترانزیت او همداراز د دواړو هېوادونو د ښاریانو تګ راتګ کې د اسانتیا برابرول په ګوته شوې وو، خو ښايي د اسلامي امارت دغه پلاوی د یادې ناستې په څنډه کې د نورو هېوادونو له یوشمېر استازیو سره وګوري.
بلخوا هند پرون د افغانستان په اړه د سیمهییز امنیت د ناستې ګوربه و. د اوو هېوادونو له هغې ډلې ایران، قزاقستان، قیرقیزستان، روسیه، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنیت مشاورانو او رییسانو په دغه ناسته کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر ګډ دریځ او هڅو ټينګار وکړ.
د افغانستان په اړه په نوي ډيلي کې د سیمهییز امنیت په ناسته کې د یادو هېوادونو د ملي امنیت مشاورانو په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو له ډېروالي اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د سیمې هېوادونه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه او امنیتي ننګونو په اړه تمرکز وکړي. دغې ناستې ته د افغانستان کوم استازی نهوو وربللی شوی او چین او پاکستان بیا په دغه ناسته کې له ګډون ډډه کړې وه.