د کندوز له زندانه د شاوخوا ۲۰بندیانو تېښته؛ اسلامي امارت رد کړي

په کندوز کې محلي باوري سرچینې سلام‌وطندار ته وایي چې په دغه ولایت کې یوشمېر بندیانو له څو ورځو راهیسې د زندان دیوالونه د تېښتې لپاره کیندلي وو چې نن ماښام په تېښته بریالي شوي دي. سرچینې زیاته کړې، اوس د کندوز ښار نظامي بڼه خپله کړې او د اسلامي امارت ځواکونو له دغه بندخونې څخه پاتې بندیان بل ځای ته انتقال کړي دي.

ناروې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه‌توب کوي

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو پورې دغه هېواد د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه‌توب وکړي. د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې غونډه کې د اسلامي امارت چارواکي هم ګډون کوي. د اعلامیې په وینا، د اسلامي امارت استازي به په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون سربېره د ناروې مقاماتو او د نړیوالې ټولنې له استازو په ځانګړې توګه د ناروې له متحدینو سره هم وګوري.

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د بایډن څرګندونې درواغ بللي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د یوه حکومت لاندې د دغه هېواد یو موټی کول ناشوني دی، غبرګون ښودلی او هغه یې درواغ بللي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي، د بایډن دا خبره چې افغانستان د امپراطوریو هدیره ده، په خپله د افغانانو د یووالي ښکارندوینه کوي.

ترکیه او قطر به ډېر ژر د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو چارې سمبال کړي

د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د کابل په ګډون د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت او تخنیکي چارو په تړاو له ترکیې او قطر هېوادونو سره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي. ټاکل شوې چې د کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه بله ناسته راتلونکې چهارشنبې په دوحه کې ترسره شي.