Asset 1SWN

امریکا: له ا.ا سره د اړیکو عادي کېدل پر ژمنو د هغوی درېدو سره تړاو لري

جان-کربی-qdd7drjf9fcc8woijpdeval9jd23dl4vpfsfp933wo

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې له ا.ا سره د دغه هېواد د اړیکو عادي کېدل او په رسمیت پیژندل ګران کار دی او په وینا یې، ا.ا باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.

جان کربي وايي، امریکا هڅه کوي چې ا.ا د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي. هغه زیاتوي: «دا ستونزمنه ده چې ووایو، موږ څه کوو، موږ له طالبانو سره څه عادي کوو. موږ دوی په افغانستان کې د واکمن ځواک په توګه نه‌دي پېژندلي. دوی دا ډول مشروعیت غواړي، خو دوی باید خپل مکلفیتونه پوره کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو اسلامي امارت د امریکا د امنیت شورا د ویاند دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، په افغانستان کې د امریکا سیاست ناکامه شوی او د افغانانو لپاره د دغه هېواد دریځ مهم نه‌دی. د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې امریکا خپله اجندا څاري او اسلامي امارت هم له دغه هېواد څخه د مهربانۍ تمه نه لري.

نوموړی وايي: «افغانان له رسمیت پېژندل کېدو پرته هم پر مخ تللی شي. مهمه نه ده چې هغوی کوم دریځ پر مخ بیایي. په دوو کلونو کې چې نړۍ کوم شرایط وړاندې کړي، پلمې لټول دي. هغوی یو اسلامي حکومت نه‌شي زغملی، هغوی مات شول او د مهربانۍ تمه باید ترې ونه کړو.»

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو او سیاسي چارو یوشمېر شنونکي وايي، اسلامي امارت، امریکا او نړۍ باید د افغانانو د وضعیت ښه کېدو لپاره ګډه حل‌لاره ولټوي. د نړیوالو اړیکو شنونکی عبدالجبار اکبري او د سیاسي چارو شنونکی شبیر بشیري وايي:

«تر هغه چې امریکا او امارت د تقابل سیاست پرې نه‌ ږدي او عملي ګامونه اوچت نه کړي، د اړیکو عادي کېدل سخت دي. خو اړتیا ده چې غوښتنې هم واوري؛ ځکه اوس په افغانستان کې قانون نشته، حکومت سرپرست دی او خلک هم سرګردانه او بې‌وزله دي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«د اړیکو عادي کېدل او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د افغانانو او د افغانستان اقتصاد لپاره مهم ګڼل کېږي؛ نو اړتیا ده چې امارت او د خلکو د ګټو لپاره یې واکمني په رسمیت وپېژندل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او نړیوالې ټولنې تل د اسلامي امارت له لوري د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلي بندیزونه له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو عادي کېدو لپاره مهم خنډونه بللي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام