Asset 1SWN

پر ا.ا د امریکايي سناتورانو د بندیزونو غوښتنه؛ بلال کریمي: فشار پایلې نه‌لري

221221195717-07-zelensky-congress-speech-1221

فاکس‌نیوز ټلوېزیوني شبکې په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې یو‌شمېر امریکايي سناتوران غواړي چې پر ا.ا د نورو بندیزونو لګولو لپاره د دغه هېواد کانګرېس ته یوه نوې لایحه وړاندې کړي.

دغه لایحه چې ټاکل شوې کانګرېس ته د تصویب لپاره وړاندې شي، په‌کې د امریکا له حکومت غوښتنه شوې چې د ا.ا غړیو سره هر راز معامله او ویزې پرې بندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د ا.ا مسوولانو دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي چې پر سرپرست حکومت هر راز فشار به پایلې ونه‌لري او اړتیا ده چې امریکا د فشار پر ځای د تعامل لاره خپله کړي.

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل: «نړۍ او امریکا باید دا ومني چې د فشار وخته تېر شوي او تېرو شلو کلونو کې د دوی په بېلابېلو برخو کې له فشار کار واخیست، خو پایله یې ورنه‌کړه، نو باید د ډيپلوماسۍ لاره خپله کړي، څو د ستونزو حل ته ورسېږو او ا.ا پرې باورمند دی.»

د فاکس نیوز د راپور پر بنسټ، د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له ا.ا غوښتنه کړې چې د تحریمونو د تصویب مخنیوی لپاره باید د ترهګرو او بشرحقونو ډلو پر وړاندې خپلو تګ‌لارو او سیاستونو کې بدلون راولي.

خو د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي چې ا.ا د خپلو کورنیو سیاستونو په اړه د هېڅ هېواد فرمایشونه او غوښتنې نه‌شي منلی.

هغه وویل: «د افغانستان کورني مسایل د افغانانو مربوط دي او په خپله توګه یې په اړه پرېکړه نیول کېږي او هېڅ بهرنی فرمایش دې برخه کې نه منل کېږي، خو ا.ا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.»

بل‌خوا یو‌شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې امریکا د نویو بندیزونو په لګولو سره غواړي چې ا.ا سره دوه‌ګونې لوبه ولوبوي او عامه افکار تغییر کړي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور جعفري وویل: «امریکا او دغه هېواد کې مېشت بنسټونه چې فعالیت لري، د امریکا بهرنی سیاست او تګ‌لاره مخته وړي چې د دوی ملي امنیت او پایښت لپاره تعریف شوي دي. د دغه نظر پر بنسټ امریکا ا.ا سره د دوه‌ګونې لوبې په لټه کې ده.»

د امریکا یادو جمهوري غوښتونکو سناتورانو له کانګرېس غوښتنه کړې چې د یادې لایحې له وړاندې کولو وروسته نوموړې ژر تر ژره تصویب کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې ا.ا په وار وار ټينګار کړی چې ګاونډیو او د نړۍ هېوادونو سره د ښو اړیکو پر بنسټ د تعامل غوښتونکي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام