هرات کې د «عالي دي، افغاني دي» په نوم نندارتون پرانېستل شو

 هرات کې د کاپیسا شرکت له لوري د «عالي دي، افغاني دي» په نوم د کرنیزو تولیداتو او لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون چې نن پنج‌شنبه د غبرګولي یوولسمه هرات ښار کې جوړ شوی، په ۱۳۲ غرفو کې بېلابېلې دویزې جامې، ګاڼې، د انځورګرۍ تابلوګانې، زینتي لوښي د خوړو مسالې او تازه مېوې نندارې ته کېښودل شوي دي.

پر ا.ا د امریکايي سناتورانو د بندیزونو غوښتنه؛ بلال کریمي: فشار پایلې نه‌لري

فاکس‌نیوز ټلوېزیوني شبکې په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې یو‌شمېر امریکايي سناټوران غواړي چې پر ا.ا د نورو بندیزونو لګولو لپاره د دغه هېواد کانګرېس ته یوه نوې لایحه وړاندې کړي.

دغه لایحه چې ټاکل شوې کانګرېس ته د تصویب لپاره وړاندې شي، په‌کې د امریکا له حکومت غوښتنه شوې چې د ا.ا غړیو سره هر راز معامله او ویزې پرې بندې شي.

ایران کې یو ۱۵کلن افغان کډوال په مرموز ډول وژل شوی

د تخار ینګي‌قلعه کې یوې کورنۍ سلام‌وطندار ته د تصویرونو په استولو سره ویلي، ۱۵کلن زوی یې له تېر یوه کال راهیسې د ایران فارس ولایت کې اوسېده چې په مرموز ډول وژل شوی دی.

دغه هلک رامین نومېده او د کورنۍ په وینا یې، د روانې غبرګولي میاشتې په اوومه د ایران د فارس ولایت مرودشت سیمه کې د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.