Asset 1SWN

لوګر کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ رسمي سیالۍ پيل شوې

IMG-20230601-WA0036

د لوګر د کرېکټ امریت چارواکي وايي، دغه سیالۍ د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې له لوري په مرکز پل‌علم کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پيل شوي چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د لوګر د کرېکټ ادارې امر بشیراحمد ساحل سلام‌وطندار ته ویلي، دا سیالۍ د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د «انټر کلب» رسمي سیالۍ دي چې د مرکز پل‌علم په ګډون د ټولو ولسوالیو د کرېکټ لوبې شاوخوا ۱۸ لوبډلو په‌کې ونډه اخیستې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ساحل زیاتوي چې د کرېکټ پیل شوې انټرکلب سیالۍ په دریوو کټګوریو وېشل شوي او هره لوبډله به په هره کټګورۍ کې ۲۵ اووره لوبې کوي.

نوموړي وویل: «له نېکمرغه نن په لوګر  کې د کرکټ انټرکلب رسمي سیالۍ پيل شوي چې موخه یې د ولایت په کچه دوهمه درجه لوبډلې لپاره د لوبغاړو غواروی، د کرکټ د لوبغاړو ترمنځ همغږي او د هغوي ظرفیت لوړول دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر کې د کرېکټ بورډ له لوري د انټر کلب رسمي سیالۍ په داسې حال کې پيل شوې چې تېره میاشت هم د لوګر د کرېکټ امریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه د ملي، علمي او فرهنګي شخصتونو په نوم د کرېکټ سیالۍ ترسره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام