Asset 1SWN

بغلان کې د ګیلم اوبدلو صنعت له‌منځه تلو په اړه د «ګیلم اوبدونکو» اندېښنې

4

بغلان کې یو‌شمېر ګیلم اوبدونکي وايي، دغه ولایت کې د ګیلم د پلور سوړ بازار ناهیلي کړي او په وینا یې، که یاد وضعیت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې بغلان کې د ګیلم اوبدلو صنعت له‌منځه لاړ شي.

دوی زیاتوي چې بغلان کې د ګیلم اوبدلو اړوند خامو موادو کمښت او د بازار نښتون لامل شوی چې د دغه صنعت بازار پیکه شي. دوی له اړوند مسوولانو غوښتنه کوي چې د ګیلم په ګډون د لاسي صنایعو پراختیا ته جدي پاملرنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان په مرکز پل‌خمري ښار کې ګیلم اوبدونکی محمدرضا د ګیلم بازار پیکه‌کېدو څخه د شکایت ترڅنګ وايي چې د خامو موادو د کمښت او نه لاسرسي له امله اوس د غاليو په توليد کې ٩٠سلنه کموالى راغلى دى.

هغه وویل: «شاوخوا څلور یا پنځه کاله به کېږي چې ۵۰سلنه کمښت د ګیلم په تولید کې راغلی او اوس فکر کوم دا اندازه ۹۰سلنې ته لوړه شوې ده. دلیل دا دی چې حکومت ورته پاملرنه نه کوي چې مناسب ځای راکړي، خام مواد راته برابر کړي او زمونږ ستونزو ته رسېدنه وکړي. همدا شان که مونږ تولید هم وکړو بازار یې بې خونده دی، اخیستونکي نه‌لري او دغه راز د پیسو د لېږد‌رالېږد ستونزه هم ده.»

د بغلان په مرکز پل‌خمري ښار کې یوه بله ګیلم اوبدونکې فاطمه وايي چې دا صنعت تر ډېره د ښځو له‌خوا پرمخ وړل کېږي او د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړل‌کېدو سره اوس زیات شمېر ښځو دغه صنعت ته مخه کړې ده.

نوموړې له حکومته غوښتنه کوي چې دوي ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او په ځانګړي ډول د خامو موادو په برابرولو کې یې لاسنیوی وکړي.

هغې وویل: «زما په شمول ۱۵۰ ښځې دا مهال په بغلان کې د ګیلم اوبدلو په صنعت کې بوختې یو. زموږ ټولو هڅه دا ده چې د ګیلم په تولید کې ښه کار وکړو، څو بهر ته هم صادرات ولرو ، له دولت غواړو چې د کار زمینه په دې برخه کې مساعده کړي، ځکه چې په اوس شرایطو کې نجونې او ښځې له تعلیم هم پاتې شوې، نو د کار برخه کې ښځو ته توجه وکړي، څو دوی په خپلو پښو ودرېږي او د خپل ژوند اقتصادي ستونزې حل کړي.»

په ورته وخت کې د پل‌خمري ښار یوشمېر ګیلم پلورونکي هم وايي چې په بغلان کې د ګیلم د پېر او پلور بازار د پخوا په پرتله ښه نه دی او اوس وارداتي ګیلم د کورنیو ګیلم ځای نیولی دی.

د پل‌خمري ښار د غاليو پلورونکى عبدالمبين وايي چې وطني ګیلم  ښه کيفيت لري، خو اوس خلک د وطني غاليو پر ځاى ايراني او ترکي ګیلم اخلي.

هغه وویل: «موږ د وطني ګیلم له کیفیت څخه راضي یو، ښه کیفیت یې درلود، د هېواد اقتصاد هم ورسره وده کوله، خو اوس ترکۍ او ایراني قالینو د وطنیو ګیلم ځای نیولی او خلک یې ډېرې اخلي.»

بل‌خوا په بغلان کې د غاليو يو سوداګر محمدعارف رحيمي وايي چې د ګیلم بيې د خپل کيفيت او اندازې له مخې توپير لري او هر څومره چې ښه کيفيت او د غاليو اندازه غټه وي، هومره يې بيه لوړه وي.

نوموړي وویل: «دا خپل سوداګر لري، ځینې یې له مرکز څخه راځي او په ښار کې یې خرڅوي. د ګیلم بیه نظر په کیفیت او لوی والي توپیر کوي ،  مثلا ګیلم بیه له ۸ زرو څخه تر ۱۰ زرو پورې نظر په کیفیت او اندازه یې پلورل کېږي او بیه لري.»

په همدې حال کې د بغلان محلي مسوولان هم تاییدوي چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د وطني غاليو پېر او پلور کم شوى، خو لامل یې دا ګڼي چې ګواکې اخیستونکي زیاتره بهرنیو ګیلم اخیستو ته لومړیتوب ورکوي.

هغه وویل: «بغلان د دې تر څنګ چې کرنیز ولایت دی، ډېر شمېر اوسېدونکي یې په مالدارۍ هم بوخت دي. خلک په مختلفو صنعتو بوخت دي، د ګیلم په کاروبار کې هم د دې ځای خلک زیاته تجربه لري او زیات کار کړی، خو په دې وروستیو کې دغه صنعت کمرنګ شوی، لامل دا دی چې خلک د خامو موادو له کمښت سره مخ دي او له بل‌خوا زمونږ هېوادوال د ښه کیفیت ګیلم خوښوي او اخلي یي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې وړ ده چې بغلان د هېواد يو له هغو ولايتونو څخه دى چې ډېرى اوسېدونکي يې د لاسي صنايعو لکه ګیلم اوبدلو په تولید بوخت دې او له همدې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حلوي، خو وېره دا ده که د ګیلم اوبدلو صنعت همداسې ټکنی پرمخ لاړ شي، ځايي تولید کوونکي به له زیاتو ستونزو سره مخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام