Asset 1SWN

پروان کې د «ګلیم اوبدلو» صنعت له رکود سره مخ دی

http://www.petekarici.com/istock/hand.jpg

د پروان د غوربند درې اوسېدونکي له کلونو راهیسې د مالدارۍ ترڅنګ، د ګلیم «ټغر» اوبدنې پر صنعت بوخت دي او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاووې پوره کوي.

خو د پروان د غوربند درې یوشمېر اوسېدونکي وايي، د ګلیم اوبدلو صنعت مخ پر ځوړ روان دی او له څه مودې راهیسې یې د پلور بازار ټکنی شوی دی. دوی وویل، که اوسنی وضعیت دوام وکړي پروان کې به دغه صنعت له‌منځه لاړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پروان د سیاګرد ولسوالي د «قمچاق درې» اوسېدونکی ۵۰ کلن عبدالحفیظ وايي، د څارویو کمېدل او د ټغر د لومړنیو توکو لوړه بیه لامل شوې چې غوربند دره کې د ټغر اوبدلو صنعت له رکود سره مخ شي.

نوموړي وویل: «ځکه اوس وچکالي ډېره ده او مالداري کمه ده، بیې لوړې دي، له کاره لوېدلی دی. خلک ګیلم نه اوبدي، ډېره ښه شی دی، د نم، رطوبت او له بهرنیو هغو ډېر ښه دی. که مواد خپله د مالدار نه وي، له تور بازار یې واخلي، نو ګرانه پرېوځي. مرسته دې وکړي، کوچني پورونه دې ورکړي، څو مالداري وده وکړي او صنعت له‌منځه لاړ نه‌شي.»

د پروان د غوربند درې یو بل اوسېدونکی عظم‌الدین بیا د پسونو په نسل کې تغییر د ګلیم یا ټغر اوبدنې صنعت د ټکني کېدو اصلي لامل بولي.

نوموړي وویل: «پخوا به چې د ګلیم له وړیو ګلیمونه جوړېدل، ښه به وو، خو اوس یې بدلون کړی. د پسونو نوي نسلونه راغلي، قانغراتي راغلي، یو خو ښه وړۍ نه‌لري، دویم دغه خلک چې ګلیم واوبدي، ګران تمامېږي.د بېلګې په توګه یوه غالۍ له بازار څخه دوه زره افغانۍ اخلي، خو که ګلیم حساب کړې، نو له ۸ تر نهو او لس زره افغانیو درته لوېږي.»

دې ټولو سربېره، د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د فرهنګ او ګرځندوی امر عبدالغفار روفي اقتصادي ستونزې، نورو هېوادونو څخه د ټغر او غالیو واردات او د افغاني ګلیم یا ټغر پلورلو لپاره د مناسب بازار نه‌شتون، د دغه صنعت د مخ پر ځوړ مهم لاملونه بولي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «پروان کې د ګلیم اوبدل له مهمو صنعتونو څخه دی، موږ دا منو چې دا صنعت له رکود سره مخ دی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي چې دغه صنعت بېرته راژوندی کړي. ملاتړ یې وکړو، هغه بنسټونه چې ملاتړ کوي. د لاسي صنایعو له تولیداتو څخه موږ دا معرفي کوو. اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته مو وړندیز دا دی چې دوی مارکېټ جوړ کړي او دوی د کوچنیو پورونو برنامې ته معرفي کړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د صنعت برخې کارپوهان، ټغر اوبدنې څخه ملاتړ مهم بولي او وايي، حکومت باید د دغه صنعت د ترویج لپاره یو لړ پروګرامونه جوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام