Asset 1SWN

غور کې د کرنې کارپوهان: کروندګر د کیمیاوي درملو په کارولو نه پوهېږي

تصاویر (6)

د غور یوشمېر کروندګر او بڼوال وايي چې د نباتي  ناروغیو او افتونو د له‌منځه وړلو لپاره له دودیزو لارو چارو کار اخلي او د نویو مېتودونو په اړه په څه نه پوهېږي.

د یاد ولایت کروندګر نظام‌الدین سلام‌وطندار ته وویل: «که لوګي پخپله په ونو کې وي، دا هم اغېزمن دی، ډېرې ناروغۍ له‌منځه وړي، همدا راز انغوزه هم کولای شي، زیات شمېر حشرې او چینجي له‌منځه یوسي، ځینې وخت هغه مرضونه چې په ونو او نباتي بوټو کې پیدا کېږي لکه د ونو پاڼې چې زېړې کړي یا هم نور طبیعي افتونه چې پیدا شي، بیا په درملتونونو کې یو ډول درمل ده چې اخلو یې نباتي بوټي پرې دوا‌پاشي کوو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په غور کې د کرنې کارپوهان هم وايي چې د دغه ولایت ډېری کروندګر او باغ لرونکي د کیمیاوي درملو په کارولو نه پوهېږي  او په ډېرو مواردو کې د کیمیاوي درملو په خپل‌سري توګه کارول د کرنیزو محصولاتو د زیانمنېدو ترڅنګ چاپېریال او د انسان روغتیا ته هم زیان رسوي.

د غور د کرنې چارو کارپوه خدارحیم شېرزاد وویل: «موږ د ناروغیو کنټرول لپاره نږدې درې ډوله لارې لرو، فزیکي کنټرول، بیولوژیکي کنټرول او په وروستي مرحله کې کیمیاوي کنټرول، کله چې ځیني ناروغۍ زموږ د کنتروله ووځي بیا کمیاوي درمل ورته اخلو او ټول هغه مهم تدابیر په نظر کې نیسو چې لازم دي، لکه دست‌کش او ځینې نور… خو د باد باران وخت کې اصلا دوا پاشي کول په کار نه دي.»

د غور د کرنې ریاست دغه متخصص او بزګران وايي، د دې ولایت د کرنې ریاست مسوولان له کروندګرو سره هېڅ ډول همکاري نه کوي او د خپلو حاصلاتو د کرلو لپاره له پخوانیو لارو کار اخلي. دوي وايي، له دې امله چې د درملو کارولو په نویو طریقو نه پوهېږي، په دودیز ډول کیمیاوي درمل  کاروي.

خو د غور د کرنې رياست چارواکي وايي، د دې ولايت په ښار او ولسواليو کې يې د کروندګرو او باغدارانو لپاره د درملو د استعمال په اړه روزنيز پروګرامونه پيل کړي څو د  کروندګرو او باغدارانو شته ستونزې حل شي.

د غور د کرنې او مالدارۍ ریاست د نباتاتو د ساتنې مدیر  ګل‌حضرت امیني وویل: «هره ورځ هغه باغ لرونکي چې کرنې رياست ته مراجعه کوي، هغه نمونې چې دوی راوړي، په ګوته کوي، د کنټرول په کړنلارو کې ميخانيکي او کيمياوي ميتودونه او د بوټو د دواوو د کارولو طرزالعملونه ورته ښوودل کږي، دوی روزل کيږي او د کرنې ریاست ټول پرسونل د باغدارانو په خدمت کې دی. ټول هغه وسایل چې په دې برخه کې اړین او زموږ سره شتون ولري موږ یې د باغدارانو په واک کې ورکوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي دا هم وايي چې د ناروغیو او افتونو ضد درملو په سمه توګه د کارولو هڅې د دې لامل شوي چې په وروستیو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کرنې او باغدارۍ د محصولاتو کچه لوړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام