Asset 1SWN

د اسټرالیا ویاړلی سرتېری افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن وپېژندل شو

9272ed76d237cd9d457048eab6a919c2

د افغانانو پر وژنه تورن اسټرالیايي سرتیري نن پنج‌شنبه د جون لومړۍ نېټه د اسټرالیا د درېوو ورځپاڼو له لوري پر نوموړي شوې دعوه وبایلله.

د یادو ورځپاڼو په راپورونو کې د اسټرالیا د ځانګړیو ځواکونو پخوانی سرتېری ۴۴ کلن بین رابرټز سمیټ د شپږو افغانانو پر وژنه تورن پېژندل شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ورځپاڼو د راپورونو پر بنسټ، نوموړي سرتیري افغانستان کې د پوځې ماموریت پر مهال په ناقانونه توګه د شپږو بې‌وسلو افغان بندیان په وژنه کې لاس درلود.

سیډني کې د فدرالي محکمې قاضي انټوني بیسانکو ویلي، د سمېټ په اړه د یادو ورځپاڼو راپورونو ثابته کړه چې پر نوموړي لګېدلي تورونه رښتیني دي.

دا لومړی ځل دی چې اسټرالیا کې یوې محکمې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري د جنګي جرمونو اړوند تورونه ارزولي دي.

یاد اسټرالیايي سرتېري داسې مهال د یادو درېوو ورځپاڼو پر وړاندې خپله دعوه وبایلله چې رسنیو په محکمه کې د نوموړي د مجرم ثابتولو لپاره سخته مبارزه وکړه.

د اسټرالیا ځواکونه له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کالونو پورې د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته استول شوي وو چې یو‌شمېر سرتیري یې افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورون شوي دي.

د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلېس بیا د نوموړي سرتیري اړوند قضیې په اړه له څه ویلو ډډه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا یوه ملکي مسله ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بین رابرټز سمیټ له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ افغانستان کې پوځي دنده کړې چې دغه هېواد کې د ښه خدمت له امله نوموړي ته د اسټرالیا تر ټولو لوړ پوځي مډال «ویکتوریا صلیب» هم ورکړل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام