د تخار ینګيقلعه ولسوالي کې یوې کورنۍ سلاموطندار ته د خپل زوی د تصویرونو په استولو سره ویلي چې ۱۵کلن زوی یې له تېر یوه کال راهیسې د ایران فارس ولایت کې اوسېده چې په بېرحمۍ او مرموز ډول وژل شوی دی.
دغه هلک رامین نومېده او د کورنۍ په وینا یې، د روانې غبرګولي میاشتې په اوومه یکشنبه شپه د ایران د فارس ولایت مرودشت سیمه کې د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رامین یو کال وړاندې د بېوزلۍ له امله ایران ته تللی و، څو د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي. د رامین مور شمسالنسا سلاموطندار ته وايي: «د خوړو لپاره څه نهلرو او زه خپله د خلکو کور کې جامې وینځم او ډوډۍ پخوم.»
نوموړې له ا.ا غواړي چې د زوی د وژنې قضیه یې وڅېړي او پرې نهږدي چې ایران کې د افغان کډوالو حقونه تر پښو لاندې شي. هغه تصویرونه چې د رامین کورنۍ سلاموطندار ته استولي، پهکې د نوموړي پر بدن او څېرې د شکنجې نښېنښانې هم لیدل کېږي.
د رامین د کورنې غړې کریمه وايي، مخکې له دې رامین ووژل شي، څو ځله یې خپلو ورونو سره ټیلیفوني اړیکه نیولې وه او ورته یې ویلي و چې د کار د خاوند زوی یې زوري، خو په وینا یې، ورورنو یې دغه موضوع جدي ونه نیوله.
د رامین د خالهزوی یحیی د رامین د دوو ورونو له قوله چې ایران کې اوسېږي، سلاموطندار ته ویلي چې قاتلانو د رامین تر وژنې وروسته د پېښې ځای پاک کړی او د نوموړي جامې یې بدلې کړې وې.
د نوموړي په وینا، د رامین د کار خاوند د نوموړي جسد روغتون ته لېږدولی و او ډاکټرانو یې د مرګ لامل مغزي سکته ښودلې وه.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره واخلو، خو د دې راپور تر لیکو د یاد وزارت مسوولانو د سلاموطندار پوښتنو ته ځواب ورنهکړ.
هر کال ګڼشمېر افغانان د یو څو روپیو لپاره چې خپله او د کورنۍ د غړیو خېټې پرې مړې کړي، د کار کولو په موخه ایران او نورو هېوادونو ته سفر کوي. دا مهال څه باندې درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي چې په قاچاقي لارو دغه هېواد ته ځي او د اوسېدو لپاره هېڅ ډول قانوني اسناد هم نهلري.
د اوسېدو لپاره د اسنادو او د ایران حکومت له لوري د افغان کډوالو د انساني حقونو د ملاتړ لپاره د ځانګړې کړنلارې نشتون لامل شوی چې افغان کډوال دغه هېواد کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.