امریکا: له ا.ا سره د اړیکو عادي کېدل پر ژمنو د هغوی درېدو سره تړاو لري

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې له ا.ا سره د دغه هېواد د اړیکو عادي کېدل او په رسمیت پیژندل ګران کار دی او په وینا یې، ا.ا باید پر خپلو ژمنو ودرېږي. جان کربي وايي، امریکا هڅه کوي چې ا.ا د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي.

سټېفان دوجاریک: د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د دولتونو واک دی

د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند سټېفان دوجاریک وویل، د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو موضوع د دولتونو اړوند ده او یوازې هغوی کولای شي چې په اړه یې پرېکړه وکړي. نوموړي زیاته کړې: «واقعیت دا دی چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ، غړي هېوادونه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه کوي.»

ستانکزی: امریکا باید د دوحې تړون پربنسټ د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل په يوې تکیه‌خانه کې د عاشور مراسمو ته د وینا پرمهال پر امریکا نیوکه وکړه چې دغه هېواد پر اسلامي امارت فشارونه زیاته کړي دي. ستانکزي دې مراسمو ته همداراز وویل، امریکا د ا.ا پر حکومت بېلابېل سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیک فشارونه راوستي دي.

پاکستان: که د سیمې هېوادونو ترمنځ اجماع جوړه شي، ا.ا په رسمیت پېژنو

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د یاد هېواد له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د سیمه‌ییزې اجماع جوړېدو پورې تړلې ده. اکرم په ملګرو ملتونو کې ویلي، که چېرته د سیمې هېوادونو ترمنځ یوه اجماع رامنځته شي، نو اسلامي امارت به په رسمیت وپېژني.

امریکا: د افغانستان په وضعیت پوهېږو، خو خپل شرایط لرو

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، که څه هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه پوهېږئ، خو تر هغه یې چې شرایط نه وي منل شوي، اسلامي امارت به په رسمیت ونه پېژني. ویسټ ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا هم باید په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي.

شنونکي: د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل به وخت ونیسي

د اسلامي امارت مسوولان له تېرو څه باندې ۳ میاشتو راهیسې له کله چې واک یې ترلاسه کړی د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي او په دې برخه کې یې د سیمې او د نړۍ له یو‌شمېر هېوادونو سره هم ناستې کړي، خو لاهم دا چاره نه ده عملي شوې. دوی وايي، د حکومت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط یې پوره کړې دي.