په اروپايي هېوادونو کې د کورونا ویروس خپرېدو د افغان کډوالو ژوند تریخ کړی دی. زرګونو افغانانو د ناامنیو، بې‌وزلۍ او وزګارتیا له کبله هېواد پرېښی او په بهرنیو هېوادونو کې له ستونزو ډک ژوند کوي.

افغان کډوال ارامه او هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره د نامنظمې کډوالۍ ننګونو ته غاړه ږدي، خو کله چې د موخې هېواد ته رسېږي، ډېری یې له ژبې‌ او چاپېریال سره د نه بلدتیا او د لسګونو نورو ستونزو له امله ناهیلي کېږي.

د نورو ستونزو تر څنګ، د کورونا ویروس خپرېدو هم په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې دوه برابره کړې دي. د هغو سلګونو افغان کډوالو په ډله کې چې اروپايي هېوادونو کې ژوند کوي او د کورونا له کبله لګول شویو محدودیتونو یې ازادي ترې اخیستې، یو یې هم مستعارنومی محمد دی.

محمد د بغلان د پلخمري ښار اوسېدونکی دی او شپږ کاله کېږي چې د سویس په یوه لرې پرته سیمه کې ژوند کوي. هغه چې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره په یوه ودانۍ کې د کارګر په توګه کار کوي، سویس ته د رسېدو او د نامنظمې کډوالۍ ستونزو په اړه وايي، د خپل هېواد له پرېښودلو سره هم‌مهاله یې له ستونزو او ننګونو سره سر شوی او سویس ته د رسېدو پر لاره یې بېلابېلې سختې ستونزې ګاللې دي.

محمد د کورونا ویروس د خپرېدو پر مهال د پناه غوښتونکو ژوند په اړه وايي، کله چې کورونا ویروس خپور شو، هغه او د ده په څېر نورو روغتیايي خدمتونو ته پوره لاسرسی نه درلود او ځینو یې د کورنټین اصولو ته د نه پام له کبله د سویس دولت له لوري جریمه کېدل.

د هغه په وینا، د سویس دولت د کورونا ویروس د ټېسټ لپاره له اتیا تر ۹۰ فرانک پورې چې د دغه هېواد پیسې دي، اخلي. محمد په سویس کې له ژوند کولو څخه خوښ نه دی.

هغه د سویس دولت د کارګرۍ مزد او د کار قانون په اړه وايي، د خپلې ګټې درې سلنې څخه یوازې یو سلنه ترلاسه کوي او دوه سلنه نور یې د سویس دولت خزانې ته جمع کېږي.

حامد رحماني په اروپا کې یو بل افغان کډوال دی. هغه په سویډن کې ژوند کوي او دغه هېواد ته یې د رسېدو لپاره ډېرې ګواښوونکې لارې وهلې دي.

هغه د نامنظمې کډوالۍ د ګواښونو او ننګونو په اړه وايي، سویډن تر رسېدو پورې له سختو لارو تېر شوی او دومره ستونزې یې لیدلي چې هېڅکله به یې له یاده ونه وځي.

 حامد په سویډن کې د کډوالو وضعیت مناسب بولي او د کورونا پر مهال د سویډن دولت له خوا د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څخه هم خوښ دی.

اوس پوښتنه دا ده چې په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د شته ستونزو په برخه کې د افغان دولت مسوولیت څه دی؟ په بغلان کې د کډوالو ریاست د بیا ادغام  مدیر محمدحیدر حازم وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې له اروپايي هېواودنو څخه یوشمېر کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د کورونا ویروس د خپرېدو راهیسې یوازې بغلان ته ۱۰ زره او ۹۶۱ کورنۍ له بهرنیو هېوادونو ورغلي او په خبره یې، ۳۲ نورې کورنۍ بیا له سویډن، ډنمارک، فرانسې او المان څخه دغه ولایت ته ورګرځېدلې دي.

حازم وايي، هغه کسان چې له سویډن، ډنمارک، فرانسې او المان څخه بغلان ته ور ستنې شوي، د کډوالو ریاست او نورو ادارو له لوري ورسره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي او نه هم ورته روغتیايي خدمتونه رسېدلي دي.

د بغلان د کډوالو ریاست استازی وايي، یاد پناه غوښتونکي د کورونا ویروس پر مهال په اجباري ډول له اروپايي هېوادونو څخه اېستل شوي دي.

سره له دې چې دغو پناه غوښتونکو ښه ژوند ته د رسېدو پر لارې ډېرې ستونزې زغملي، خو اوس په تشو لاسونو خپل کور او کلي ته راګرځېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام