په هېواد کې د ناخوالو او جګړو له امله په وروستیو څو لسیزو کې ګڼ‌‌شمېر افغانان د خپل سر ساتنې په موخه بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادو ته کډوال شول چې ورسره په پردي هېواد کې د نا معلومې راتلونکې سربېره د کړاوونو، ناخوالو او هر راز بدبختیو څپې پرې راوالوتې او داسې یې وځپل چې پر یادولو یې لا هم ژبه نښلي.

احمدشاه پاڅون د هلمند له هغو ځوانانو دی چې ۱۵ کاله يې پاکستان کې تېر کړي دي، ژوند يې له سختیو ډک او له کډوالۍ ترخې خاطرې لري. هغه د کډوالۍ پرمهال له زده کړو بې‌برخې پاته شوی او د ډوډۍ پیدا کېدو لپاره يې سختیو ته اوږه ورکړې. خو وايي، اوسپنه چې هرڅومره وټکوي کلکېږي، نو ده هم له سختیو سره مقابله کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وایي، د کډوالۍ پر مهال یې ژوند له کړاوونو سره مل و او د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره به یې په سخته ګرمۍ کې پردۍ مزدورۍ کولې او د ژوند ماته بېړلۍ به یې پرې بېوله. د هغه په وینا، د کمزوري اقتصاد له کبله یې د کډوالۍ پر مهال نه یادېږي چې د اوړو یوه بورۍ یې رانیولي وي او هره ورځ به یې د اړتیا لپاره له هټۍ څخه ۴کېلو ګرام اوړه پېرل او کور ته به یې راوړل. هغه وایي پاکستان کې ده ته د یوه کډوال په سترګه کتل کېدل او د کډوالو په کمپونو کې د ښوونځیو د نه‌شتون له امله، نه دی بریالی شوی چې د زده‌کړو لار ونیسي.

د دغو سختیو سربېره هغه څه چې احمد شاه پاڅون يې ډېر ځوراوه، زده‌کړې وې چې پاکستان کې ورته زمینه نه وه برابره. نوموړی وایي، د کډوالۍ ناخوالو ور باندې د ژوند کهړۍ را تنګه کړه او اړ شو چې خپل وطن افغانستان ته د بېرته ګرځېدو پرېکړه ونیسي.

د ده په خبره، هېواد کې دننه ورته د کار ترڅنګ د زده‌کړو زمینه هم برابره وه چې شپه او ورځ يې هڅې وکړې او له ښوونځي تر پوهنتونه یې خپلې لوړې زدهکړې وکړې او د حقوقو او سیاسي علومو د لیسانس سند یې ترلاسه کړ.

احمدشاه پاڅون د پوهنتون له استادۍ نیولې په ډېرو مهمو ادارو کې دندې ترسره کړي، خو شهرت يې هغه وخت وموند چې کله یې د رسنیو د خپرونو د وړاندې کوونکې په توګه کار پیل کړ.

 هغه وایي: «دلته مې خوارې ایستله، دلته مې کار کاوه، پرمختګ ته هڅېدلم، دا مي خپل هېواد وو او خلک ارزښت راکوي، دلته کار خوند راکاوه بلاخره مې د شعر او شاعرۍ له لارې مي ټولنو ته لاره پیدا کړه او بیا د ژرونالیزم برخې ته راغلم. په رسنیو کې مې کار پیدا کړ، کله چې مې رسنیو کې کار پیل کړ نو مطرح او مهم شوم. اوس الحمد الله د خپل ژوند څخه ډېر راضي یم. اوس چې پر کومې لارې تېرېږم خلک مې احترام کوي، روغبړ راسره کوي او حتي ځینې خلک مي د لیدلو ارمان لري چې وايي، کاش یو ځل مو لیدلی وای.»

احمد‌شاه پاڅون وايي، هېواد ته له راګرځېدو سره یې ژوند کې مثبت بدلون راغلی او په خبره یې، د کډوالۍ ژوند ټول عمر د نورو لپاره له مزدورۍ پرته، د ښې راتلونکې او پرمختګ هیلې نه‌شي پوره کولی.

هلمند کې د خبریالانو د ټولنې مشر زین‌الله ستانکزی د احمدشاه پاڅون د رسنیزو فعالیتونو په اړه وايي، هغه لږ وخت کې ډېر پرمختګ کړی.



نوموړی وایي، پاڅون چې کله له کډوالۍ بېرته هېواد ته راستون شو، نا لوستی و او په خپل هېواد کې یې د ښوونځي له زده‌کړو وروسته پوهنتون ته لار پیدا کړه او خپلې لوړې‌ زده‌کړې یې د لیسانس تر کچې بشپړې کړې.

د هغه په خبره، ځوانانو ته په خپل هېواد کې د زده‌کړو او کاري چاپیریال  زمینه تر بل هر ځای او هر هېواد برابر دی. خو دا چې ګڼ‌شمېر راستنېدونکي کډوال د زده‌کړو ترڅنګ په کار پیدا کولو کې ګڼې ستونزې لري په دې برخه کي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم لاس تر زنې نه ‌دی ناست. د د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کډوالو د ګڼو مرستندویه ادارو په همکارۍ يې زرګونه ځوانانو ته د کار پیداکولو او فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې.

نوموړی وایي: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت او همکارو موسیسو په دې برخه کې هم په تېرو کلونو کې له ۶ څخه تر ۸ زره پورې بېرته هیواد ته راغلو او د بې‌ځایه شویو کورنیو ځوانانو ته د کار او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې، د فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونه اوس هم فعاله دي او ګڼو هېوادوالو پکې د خطاطۍ، نجارۍ او نورو برخو کې زده‌کړې کوي او مرکز او ولایتونو کې دغه پروسه اوس هم روانه لري.»

که څه هم د کډوالو وزارت شمېرې ښيي چې تېرو څو کلونو کې یې له ۶ تر ۸ زرو  پورې کسانو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړې، خو بېرته راګرځېدلي کډوال ترې خوښ نه‌دي او دغه شمېر کسانو ته د کار برابرول ډېر کم بولي.

دوی غوښتنه کوي چې په دغه برخه کې دې لا ډېرې هڅې وشي، څو خپل هېواد ته راغلي ځوانان یو ځل بیا په نامنظم ډول نورو هېوادونو ته د تلو زړه ښه نه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام