د هېواد د لوېدیځې حوزې د صادروونکو ټولنې رییس سلام‌وطندار ته وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د تولیدي توکو د صادراتو په کچه کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی او دوی توانېدلي چې د څه باندې ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات وکړي.

 نوموړی زیاتوي چې په صادرونکو توکو کې د پستې مغز، د هندواڼې تخم، ګنجد، ممیز، کیشته او نور توکي شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات د ګمرک رییس مهاجر فراهي وايي چې د اسلامي امارت په راتلو سره د هېواد د لوېدیځې حوزې په ګمرکونو کې د فساد ټغر ټول شوی او اوس هره ورځ شاوخوا ۵۰ باروړونکي موټر له هېوده بهر صادرات لېږدوي.

په ورته مهال د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدزبیر دین‌پرور وايي چې دوی د سوداګرو د ستونزو هواري او د صادراتو زیاتوالي په موخه ګټور پلانونه پلي کړي او هڅه کوي چې د هرات هوايي دهلیز له لارې د صادراتو کچه لوړه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات محلي مسوولان وايي، د هرات په ګمرکونو کې د مافیا شتون او د مخکیني حکومت له لوړوپوړو چارواکو سره د مافیا اړیکې د دې لامل شوې وې چې په دغه ولایت کې د صادراتو او اقتصادي چارو فعالیتونه له ستونزو او ګڼو ننګونو سره مخ شي.

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام